خبرونه

تېره ورځ؛ اسرائیلو ۷۱ فلسطینیان وژلي

د غزې  رسنیز دفتر او طبي سرچینو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي. سرچینو ویلي، چې په وژل شویو کې ۵۱ تنه د زکيم د گذرګاه په لاره، او ۲۰ نور د خان‌یونس ښار ترڅنګ وژل شوي. په ورته مهال...

ټرمپ: هغو افغانانو سره به د اقامت اخیستو کې مرسته وکړم، چې مونږ ته ژمن وو

د امریکا  ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هغو افغانانو سره به د اقامت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د امریکا له پوځ او حکومت سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ده. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې وویل، امریکا به هغو کسانو ته وفادار...

بقایي: زمونږ د تېلو پر سکتور د امریکا تازه بندیزونه د منلو نه دي

ایران د امریکا له‌خوا د تېلو پر سکتور د نويو بندیزونو اعلان غندلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ  په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بندیزونه «غیرقانوني، ظالمانه او د بشریت پر ضد جنایت» دي. هغه ټی...

روسیې ته د ټرمپ خبرداری؛ اوکراین سره جګړه لسو ورځو کې ختمه کړئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې که د لسو ورځو په موده کې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ونه رسېږي، واشنګټن به پر مسکو سختې تجارتي تعرفې ولګوي.   ټرمپ دا څرګندونې د جولای په ۲۹مه له خبریالانو سره خبرو کې وکړې او ویې ویل چې د روسیې...

په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زنذانونو ۶۸۸ افغانان ازاد شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو لرلو سربېره، د پاکستان په بېلا...

صادق او شکېب پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په اسلام‌آباد کې د افغانستان له سفیر، سردار احمد شکېب سره کتلي دي. صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي....

روسیه کې د نادرکه شوې الوتکې ۵۰ تنه ټول سپاره وژل شوي

د روسیې انتونوف - ۲۴ مسافر وړونکې نادرکه شوې الوتکه د دغه هېواد له ټېنډا ښار څخه ۱۶ کیلو متره لرې د غرونو په لمن کې پیدا شوې ده.  د روسیې د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، چې په دې پېښه کې د عملې په ګډون ټوله ۵۰ تنه سپرلۍ وژل شوې ده. دغه الوتکه نن س...

د ایران پوهنې وزیر: افغان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابروو

د ایران د پوهنې وزیر، علیرضا کاظمي ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، څو اېستل شویو افغان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړي. په کابل کې د ایران سفارت لیکلي، کاظمي دا موضوع د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر، فلیپو ګراندي سره د لی...

روسیې متقي ته د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف خپل افغان سیال، امیر خان متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې متقي او لاوروف په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر...

افغانستان او پاکستان د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک کړه

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې پر کمښت هوکړه لاسلیک شوه.  دا هوکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جاوېد پاول ترمنځ په اسلام‌آباد کې لاسلیک...