بقایي: زمونږ د تېلو پر سکتور د امریکا تازه بندیزونه د منلو نه دي

بقایي: زمونږ د تېلو پر سکتور د امریکا تازه بندیزونه د منلو نه دي


  • 8 مياشتي دمخه (31/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 206

ایران د امریکا له‌خوا د تېلو پر سکتور د نويو بندیزونو اعلان غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ  په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بندیزونه «غیرقانوني، ظالمانه او د بشریت پر ضد جنایت» دي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا یو‌جانبه بندیزونه او د اقتصادي فشار وسیله د سیاسي موخو لپاره کارول، د نړیوالو اصولو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض دی.

بقایي وايي، دا بندیزونه د ایران د اقتصادي ودې د مخنیوي هڅه ده او متحده ایالات باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي، چې د امریکا د خزانې وزارت د ایران د نفتو صادراتو سره تړلي پر ګڼ شرکتونو، کښتیو او کسان. تر بندیزونه ولګول.