د ایران پوهنې وزیر: افغان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابروو

د ایران پوهنې وزیر: افغان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابروو


  • 8 مياشتي دمخه (24/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 280

د ایران د پوهنې وزیر، علیرضا کاظمي ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، څو اېستل شویو افغان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په کابل کې د ایران سفارت لیکلي، کاظمي دا موضوع د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر، فلیپو ګراندي سره د لیدنې پر مهال یاده کړې ده.

دغه ایرانی چارواکی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړه سخت محدودیتونه لګېدلي او ډېری افغان ماشومان نه‌شي کولای په ښوونځو کې نوم‌لیکنه وکړي. 

همداراز، ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو بې‌سارې لړۍ پیل کړې، چې له امله یې زرګونه کسان، په ځانګړې توګه زده‌کوونکي، له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.