روسیې متقي ته د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

روسیې متقي ته د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې


  • 8 مياشتي دمخه (23/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 354

د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف خپل افغان سیال، امیر خان متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې متقي او لاوروف په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او سیمه‌ییزو ماسائلو خبرې کړې دي. 

متقي د روسیې له لوري د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې له پرېکړې مننه کړې او دا یې د اړیکو په برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.

د هغه په خبره، دا ګام به نه یوازې سیاسي او اقتصادي دروازې پرانېزي، بلکې له نړیوالې ټولنې سره به د افغانستان د بېرته یوځای کېدو زمینه هم برابره کړي.

په ورته مهال، سرګي لاوروف هم ویلي، چې رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې همکارۍ رامنځ‌ته کړي.

که څه هم د مسکو فارمټ ناستې د ترسره کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې؛ خو روسي چارواکي وایي، تمه ده په سپټمبر یا اوکټوبر کې ترسره شي. 

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پام وړ پراخې شوې او مسکو د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې په لومړیو کې سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژانده.