د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو لرلو سربېره، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بندیان شوي وو.
سرچینه زیاتوي، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري او هره ورځ سلګونه افغانان له دغه هېواد څخه اېستل کیږي.