ټرمپ: هغو افغانانو سره به د اقامت اخیستو کې مرسته وکړم، چې مونږ ته ژمن وو

ټرمپ: هغو افغانانو سره به د اقامت اخیستو کې مرسته وکړم، چې مونږ ته ژمن وو


  • 8 مياشتي دمخه (31/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 370

د امریکا  ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هغو افغانانو سره به د اقامت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د امریکا له پوځ او حکومت سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ده.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې وویل، امریکا به هغو کسانو ته وفاداره پاتې شي چې د امریکا لپاره‌یې کار کړی او ورته ژمنې ورکړل شوې وې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د هغو افغانانو د اخراج پرېکړه کړې چې د موقتي ساتنې وضعیت (TPS) لاندې یې ژوند کاوه.

د یاد وزارت په وینا، له دغه پرېکړې سره به شاوخوا ۱۴ زره افغانان چې له غیرقانوني لارو له لارې امریکا ته داخل شوي، له ایالاتو وایستل شي.

ټرمپ د هغو افغانانو یادونه هم وکړه چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په اماراتو کې بند پاتې دي او ژمنه‌یې وکړه چې د هغوی د اېستلو لپاره به «سملاسي» اقدام وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د امریکا له‌خوا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر غندلی او هغه یې د هېواد په تاریخ کې شرموونکی باب ګڼلی.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د انتقال لپاره ځانګړی دفتر تړلی، او د ویزو او پناه غوښتنې اړوند پروګرامونه یې بند کړي دي.