افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په اسلامآباد کې د افغانستان له سفیر، سردار احمد شکېب سره کتلي دي.
صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي د دې کتنې نوز جزیات نهدي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان لومړي وزیر مرستال او د کورنیو چارو وزیر کابل ته راغلي وو او له افغان چارواکو سره یې د بېلابېلو مسائلو په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د اګست میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته سفر وکړي.