افغانستان او پاکستان د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان او پاکستان د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک کړه


  • 8 مياشتي دمخه (23/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 289

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې پر کمښت هوکړه لاسلیک شوه. 

دا هوکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جاوېد پاول ترمنځ په اسلام‌آباد کې لاسلیک شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې هوکړې سره به دواړه هېوادونه د یو بل پر ټاکلو صادراتي او وارداتي توکو تعرفې راکمې کړي. 

د دې هوکړې له مخې به افغانستان پاکستان ته پر څلورو صادراتي توکو — انګورو، انارو، مڼو او رومیانو — تعرفه له ۶۰ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راټیټه کړي.

همداراز، له پاکستانه به پر څلورو وارداتي توکو — ام، کینو، کېلو او الوګانو — تعرفې هم ورته کچه کې راکمې شي.

دغه هوکړه د یو کال لپاره نافذه ده؛ خو د دواړو هېوادونو د توافق او اړینو ارزونو له مخې کېدای شي تمدید او نور توکي هم ور زیات شي.

دا هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي، چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د افغاني فصلونو پر وخت تعرفې لوړولې او کله ناکله یې بندرونه هم تړل، چې د افغان صادروونکو لپاره یې ستونزې رامنځته کړې وې.