روسیه کې د نادرکه شوې الوتکې ۵۰ تنه ټول سپاره وژل شوي

روسیه کې د نادرکه شوې الوتکې ۵۰ تنه ټول سپاره وژل شوي


  • 8 مياشتي دمخه (24/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 274

د روسیې انتونوف - ۲۴ مسافر وړونکې نادرکه شوې الوتکه د دغه هېواد له ټېنډا ښار څخه ۱۶ کیلو متره لرې د غرونو په لمن کې پیدا شوې ده. 

د روسیې د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، چې په دې پېښه کې د عملې په ګډون ټوله ۵۰ تنه سپرلۍ وژل شوې ده.

دغه الوتکه نن سهار، د چین او روسیې په پوله کې پروت ټېنډا ښار ته روانه وه، چې له رادار څخه نادرکه شوه.

تراوسه د دې الوتکې د نسکورېدو لامل او د وژل شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

روسي چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د پېښې په اړه به بشپړ جزیات وروسته شریک شي.