خبرونه

د امریکا بله ستره نظامي بېړۍ منځني ختیځ ته روانه شوه

د اسوشیټیډ پریس، خبري اژانس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو تر ټولو لویه الوتکه‌وړونکې بېړۍ، USS Gerald R. Ford، له کارائیب سمندر څخه د منځني ختیځ پر لور خوځېدلې ده. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د...

ای او اېم : تېره میاشت کې له پاکستان تر ۳۸ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي

د کډوالو نړیوال سازمان ای او اېم  په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه ۳۸ زره او ۲۰۱ افغان کډوال ايستل شوي دي. راپور زیاتوي، چې د راستنو شویو کسانو شمېر د مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خ...

شهرام ایراني: د امریکا او اسرائل له ګواښونو نه وېرېږو

د ایران د سمندري ځواکونو قومندان شهرام ایراني ویلي، د امریکا او اسرائیل هغه څرګندونې او ګواښونه چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه کېږي، عملي او واقعي بنسټ نه لري. ایراني د یوې وینا پر مهال څرګنده کړه چې که څه هم دښمن ښايي ناسم محاسبه وکړ...

افغانستان بانک: د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر ۱۴ سلنې ډېر لوړ دی

د افغانستان  بانک تازه شمېرې ښيي چې په تېرو یو کال کې د افغانیو ارزښت د بهرنيو اسعارو، په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې، له ۱۴ سلنې ډېر لوړ شوی دی. . د افغانستان بانک ویاند، حسیب‌الله نوري، وايي غوره پولي تګلارې ، د ډالرو د قاچاق مخ...

عراقچي: پر امریکا هیڅ باور نه لرو

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، تهران لا هم پر امریکا بشپړ باور نه لري، خو  د برجام له هوکړې څخه غوره تړون ته رسېدل ممکن دي. نوموړي ټینګار کړی، چې روانې خبرې اترې یوازې د ایران د اټومي پروګرام په محور راڅرخي او...

خواجه اصف: د امریکا د خوش‌خدمتۍ لپاره مو افغانستان کې جګړه کوله

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وینا کوله، د افغانستان په جګړو کې یې د ګډون په اړه د پاکستان د پخوانیو مشرانو جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف پر پرېکړو نیوکه وکړه. هغه زیاته کړه، چې یادو پاکست...

روسیه: د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام به سیمه‌ییز امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي

روسیې خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام کولی شي د سیمې امنیت او ثبات له جدي خطر سره مخ کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو په تړاو کړې دي. روسي چارواک...

متقي: ازبېکستان زمونږ په اړه د ښه نیت پالیسي لري

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او د دغه هېواد د ولسمشر د مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او...

اسرائیل: که ایران له سرو کرښو واوښت؛ نو برید پرې کوو

اسرائیلي چارواکو ویلي چې د ایران توغندیز سیستم نه یوازې د اسرائیل لپاره، بلکې د ټولې سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.  د اسرائیل په وینا، د ایران د بالستیک توغندیو پرمختګ داسې کچې ته رسېدلی چې د دغه هېواد ملي امنیت او حتی د موجودیت لپاره خ...

سعودي: سوریه کې به د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړو

سعودي عربستان له سوریې سره د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.  د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پانګونې به د سوریې د بنسټیزو زېربناوو د بیا رغونې او پراختیا په برخه کې وي.   یادې هوکړې د هوایي...