روسیې خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام کولی شي د سیمې امنیت او ثبات له جدي خطر سره مخ کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو په تړاو کړې دي.
روسي چارواکو ټینګار کړی چې د ایران د اټومي مسلې حل باید یوازې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو له لارې وشي، او هر ډول پوځي اقدام به نه یوازې ایران، بلکې ټوله سیمه له بېثباتۍ سره مخ کړي.
په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي چې د ایران سره په روانو مذاکراتو کې د امریکا لپاره کومه ټاکلې «سره کرښه» نشته، او واشنګټن هڅه کوي چې د تفاهم له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا لا هم د خبرو اترو پر دوام باور لري او غواړي شته اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د ایران مذهبي مشر ویلي وو، د ایران لپاره د هېواد ولس د اټومي پروګرام په پرتله ډېر ارزښت لري. هغه ټینګار کړی چې ایران د خپلو خلکو ګټې او امنیت تر هر څه لومړیتوب ګڼي.
د شنونکو په باور، د روسیې، امریکا او ایران وروستۍ څرګندونې ښيي چې د اټومي پروګرام په اړه سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري، خو ټول لوري هڅه کوي د پوځي شخړې پر ځای د خبرو اترو لاره پرانیستې وساتي.