د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او د دغه هېواد د ولسمشر د مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا او همداراز پر مهمو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
امیر خان متقي په دې لیدنه کې وویل، ازبکستان د افغانستان په اړه مثبت او د ښه نیت پر بنسټ ولاړه پالیسي لري او هیله یې وښوده چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي. نوموړي د اړیکو د پراختیا، متقابل تفاهم د زیاتوالي او د ځمکنیو حقایقو د ښه درک په برخه کې د څېړنیزو مرکزونو پر مهم رول هم ټینګار وکړ.
د ازبک پلاوي مشر جولان وهابوف وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت لیدلوري او همکارۍ له امله د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله د پام وړ لوړه شوې او تمه ده چې روان کال کې به دا کچه نوره هم زیاته شي.
په دې کتنه کې د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به شته همکارۍ نوره هم پراخه کړي.