اسرائیلي چارواکو ویلي چې د ایران توغندیز سیستم نه یوازې د اسرائیل لپاره، بلکې د ټولې سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د اسرائیل په وینا، د ایران د بالستیک توغندیو پرمختګ داسې کچې ته رسېدلی چې د دغه هېواد ملي امنیت او حتی د موجودیت لپاره خطر جوړوي؛ نو له همدې امله، اسرائیل دا اندېښنه له امریکا سره په لوړه کچه شریکه کړې ده.
اسرائیل همدارنګه خبرداری ورکړی چې که ایران له امریکا سره د راتلونکو خبرو پر مهال د توغندیو په برخه کې له خپلو ټاکل شوو «سرو کرښو» واوړي او یا د دغو پروګرامونو پراخولو ته دوام ورکړي، نو تلابیب به ځان مکلف وبولي چې اقدام وکړي.
اسرائیلي چارواکي ټینګار کوي چې که اړتیا پېښه شي، نو دغه هېواد به حتی د امریکا له مستقیمې مرستې پرته هم پر ایران پوځي برید ترسره کړي.