سعودي: سوریه کې به د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړو

سعودي: سوریه کې به د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړو


  • 2 مياشتي دمخه (08/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 228

سعودي عربستان له سوریې سره د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي. 

د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پانګونې به د سوریې د بنسټیزو زېربناوو د بیا رغونې او پراختیا په برخه کې وي. 

 یادې هوکړې د هوایي چلن، مخابراتو، انرژۍ اوبو  او د حلب ښار د دوو هوایي ډګرونو پراختیا پانګونې اړوند دي. 

بل لور ته، د سعودي د پانګونې وزیر بیا ویلي، ریاض د سوریې د ثبات او اقتصادي پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې دي.

دا پداسې حال کې ده، چې عربستان تر دې وړاندې هم اعلان کړی و، چې د سوریې د بیارغونې په برخه کې به پراخه مالي پانګونه وکړي.