د افغانستان بانک تازه شمېرې ښيي چې په تېرو یو کال کې د افغانیو ارزښت د بهرنيو اسعارو، په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې، له ۱۴ سلنې ډېر لوړ شوی دی. .
د افغانستان بانک ویاند، حسیبالله نوري، وايي غوره پولي تګلارې ، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو زیاتوالی او په هېواد کې د افغانیو کارول او دودول د افغانیو ثبات ساتنې اصلي لاملونه دي.
نوري ټینګار کوي چې د افغانیو ثبات نه یوازې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې مثبت اغېز لري، بلکې د سوداګرو، واردوونکو او د خلکو لپاره هم د مالي پلان جوړولو اسانتیا برابروي.
هغه زیاتوي چې مرکزي بانک به په راتلونکي کې هم د پولي سیاستونو په پلي کولو او د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره هڅې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې افغاني د سیمې په هېوادونو کې له تر ټولو باثباته اسعارو څخه ګڼل شوې ده.