هند خلک د هند نریندرا مودي دومره نۀ یادوي لکه امباني.
ایا عزیزي هند مطالعه کړی!؟
* هغه د هند درې سترو پانګوالو(امباني، اداني او ټاټا) پۀ لار روان دی!
* د عزیزي نقشه عینآ د امباني نقشه ده. امباني ۷۵ ملیارده پانګونه کوي داسې تخمین شوې، چ امباني ته به ۱۵ کالو کې ۱۱۲ ملیارده ډالره ګټه وکړي.
* عزیزي درک کړې چې برېښنا د ټولو سکتورونو روح دی او افغانستان ۷۰۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري نو دغه پروژه لس زره مېګا واټه ده.
* عزیزي یوه هوښیاره خبر وکړه، چ زۀ سیاست نۀ کوم خو واقعیت دا دی، چ اقتصاد د سیاست پلار دی. اوس راځو د عزیزي اصل ګټو ته.
۱- اول خو دا چ دغو درې هندوانو د هند برېښنا باندې کنټرو تر لاس کړ، چ کله برېښنا د دوی شوه نو ټکنالوژي او صنعت د دوی کنټرو لاندې شول نو دغو سکتورونو کې هم پراخه برخه د دوی شوه عزیزي هم کېدای شي د دوی لار مطالعه کړې وي.
۲- شین اقتصاد سره نړیوالې مرستې او نړیوال باور: عزیزي نړۍ لۀ حالته خبر دی، هغه کسان چ نړیوالې تودوخې مخه نیسي نړیوالې مرستې هم ور سره کیږي او عزیزي به نړیوال باور تر لاسه کړي.
۳- دغه پروژې تر ۳۰ یا ۵۰ کالو پورې اوږدمهاله وي دا خپله یو ډېره ستراتیژیکه نقطه ده، چ زیات تحلیل ته اړتیا لري.
۴- عزیزي دا لس ملیارده تقریبا لسو کالو کې کوي، دا یو تخمین دی، کېدای شي زیات کالونه ونیسي.
۵- که لومړیو کالو کې مثال دوه ملیارده پانګونه وکړي، کېدای شي دومره ګټه ورته وکړي، چ راتلونکي پروژې پرې تمویل کړي، چ دا هم ډېره ستراتیژیکه لار ده.
۶- - عزیزي و ویل، د کېبل او برېښنا پایو یا نورې فابریکې هم جوړوي، نو پۀ دې معنی، چ دغو فابریکو څخه به عواید هم تر لاسه کړي او خپله برېښنا به هم ورکوي، چ پۀ فابریکو به د برېښنا مصرف نۀ راځي دا پۀ خپله صنعت نورو برخو ته د عزیزي راتګ دی.
۷-- ستراتیژیک کنټرول: چ برېښنا د چا شوه راتلونکې اقتصاد د هغوی شو پۀ هر سکتور کې سهم تر لاسه کولی شي.
۸-- د ځمکو اوږد مهاله قرار دادونه: دد دومره لویو پروژو لپاره حکومت کېدای شي ځمکې پۀ ۵۰ یا ډېرو کالو قرار دا ورکړي، نو عزیزي د سلګونو جریبه ځمکو مالک شو، چ دغو ځمکو څخه زیاته ګټه تر لاسه کېدای شي.
۹-- کېدای شي یو څۀ وخت مالیات ورته معاف کړي عزیزي دوبۍ کې میلینونو مالیات ورکوي.
۱۰ - کله چ ستر پانګوال مارکیټ ته راشي کوچني کمپنۍ لۀ منځه وړي لکه الکوزي مشروباتو چ ولایتي کمپنۍ ختم کړې. نو عزیزي کاروبار نور هم پراخیږي ځکه ستر پانګوال اعتبار لري.
*** بس الله ج دې وکړي، چ د عزیزي پروژې تکمیل شي، ځکه د عزیزي پانګونه د قوشتېپې، واخان، ملي پراختیا شرکت او نورو پانګونو ستره دروازه ده.
حکومت ته ګټې:
۱- چ کله خلک مصروف شي او دې سره ډېر سکتورونه فعالیږي نو مالیاتو زیاتوالی.
۲- نړیوال اعتبار
۳- هغه ډالر چ د برېښنا له امله خارج ته ځي افغانستان بانک کې به پاتې شي.
۴- د حکومتي پروژو تطبیق لپاره ستر ډاډ تر لاسه شو، ځکه حکومت بودیجه چ برېښنا لپاره استعمالېده هغه به قو شتېپې، واخان، ملې پراختیا شرکت او نورو پروژو لپاره و کارول شي.
۵- بې کارۍ او فقر فشار پۀ حکومت کمېدل.
نورې زښتې زیاتې ګټې لري، چ لیکنه اږدوي.
د یوۀ اباد افغغانستان پۀ هیله. دا پروژۀ چ تر ۲۰۴۰ هم عملي شي ستر کار دی