خواجه اصف: د امریکا د خوش‌خدمتۍ لپاره مو افغانستان کې جګړه کوله

خواجه اصف: د امریکا د خوش‌خدمتۍ لپاره مو افغانستان کې جګړه کوله


  • 2 مياشتي دمخه (10/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 41

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وینا کوله، د افغانستان په جګړو کې یې د ګډون په اړه د پاکستان د پخوانیو مشرانو جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف پر پرېکړو نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې یادو پاکستاني مشرانو امریکا ته د «خوش‌خدمتۍ» لپاره هېواد د افغانستان جګړې ته داخل کړ. خواجه اصف وویل، چې دغې «ناسمې پرېکړې» پاکستان د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل کړ او د داسې هېواد په توګه یې رول ولوباوه، چې د نورو په استازیتوب باید جګړه پر مخ یوسي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته دغه هېواد د جګړې لومړۍ کرښې ته راوکاږل شو، چې د هغه په وینا "کرایي" بڼه یې درلوده. که څه هم هغه په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې پاکستان په دې جګړه کې هم زیان وکړ او هم په پای کې څنډې ته پاتې شو.