د ایران د سمندري ځواکونو قومندان شهرام ایراني ویلي، د امریکا او اسرائیل هغه څرګندونې او ګواښونه چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه کېږي، عملي او واقعي بنسټ نه لري.
ایراني د یوې وینا پر مهال څرګنده کړه چې که څه هم دښمن ښايي ناسم محاسبه وکړي، خو دومره درک لري چې د ایران د اوږده واټن توغندیز ځواک پر وړاندې د بریا تصور ناشونی دی.
د هغه په خبره، د ایران پوځي ظرفیتونه داسې پیاوړي شوي چې هر ډول بهرنی تېری به له سخت غبرګون او درنې ماتې سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه، تر دې دمه هېڅ امریکايي جنګي بېړۍ خلیج فارس ته نه ده داخله شوې او د امریکا د پوځي حضور د زیاتېدو په اړه خپرېدونکې ادعاوې یې د رواني جګړې برخه وبللې.
ایراني ټینګار وکړ چې ایران د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او له خپلې دفاعي تګلارې څخه به شا ته نه شي.