ای او اېم : تېره میاشت کې له پاکستان تر ۳۸ زرو ډېر افغان کډوال  ایستل شوي

ای او اېم : تېره میاشت کې له پاکستان تر ۳۸ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي


  • 2 مياشتي دمخه (12/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 35

د کډوالو نړیوال سازمان ای او اېم  په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه ۳۸ زره او ۲۰۱ افغان کډوال ايستل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د راستنو شویو کسانو شمېر د مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خو په جبري ډول د ایستل شویو کډوالو شمېر ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

د یاد سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه له پاکستانه تر ۱ میلیون او ۱۵۵ زرو زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې له دې منځه یې  ۱۵۸ زرو زیات کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.