خبرونه

مجاهد: هېوادونه دې بې‌ځایه اندېښنې نه کوي

د حکومت وياند ذببح الله مجاهد پر اېکس ليکلي، افغانستان کې کومه وسله‌واله ډله نشته او په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ځينو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي. هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د داسې اندېښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره و...

پاکستان: له چین سره زمونږ ښې اړیکې سیمه‌ باثباته کولی شي

د پاکستان د بهرينو چارو وزير اسحاق ډار اسلام اباد کې له خپل چینايي سیال سره ليدلي دي. د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، دواړو لوريو د ستراتیژیکو اړیکو په اړه شپږم پړاو خبرې ترسره کړې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لوريو د چین او پاکستان ترمن...

پښتونخوا او پاکستان کې د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی

په خیبر پښتونخوا کې ځایي چارواکي وايي، په دغه ایالت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي. وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په ټول پاکستان کې تر دې دمه د ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵۷ ته رسې...

احمد الشرع: هیله لرم، چې کرد وسله والو سره له نښتو ډډه وشي

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع هیله څرګنده کړې، چې حکومت یې وکولای شي له هغو سوریایي کُردي ځواکونو سره له پوځي نښتو ډډه وکړي، چې د متحده ایالاتو ملاتړ ورسره دی.   الشرع د ادلب لوړپوړو شخصيتونو ته په خطاب کې چې هلته د دمشق له نوي حکومت سره وفاد...

افریقا کې د خپل منځي ستونزو د حل لپاره مذاکرات پیل شول

د افریقا ولسمشر د مدني ټولنو د غوښتنې پر اساس په دغه هېواد کې د داخلي ستونزو د حل په موخه د ملي خبرو اترو لړۍ پیل کړه. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د دغو خبرو اترو موخه د بېکارۍ، فقر او د اوبو د کمښت په څېر مهمو ملي ستونزو ته رسېدنه او د ټولنې بېلاب...

د هنګري لومړی وزیر: روسیې د اوکراین جګړه وګټله

د هنګري لومړي وزیر، ویکتور اوربان د جمعې د ورځې د ټاکل شوې لیدنې په درشل کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ کېږي، ویلي دي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې بریالۍ شوې ده. د «رویټرز» د راپور له مخې، اوربا...

ټرمپ سره تر لیدلو مخکې؛ پوتین له کیم جونګ اوون سره ټیلفوني خبرې کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې د دې اوونۍ په جریان کې په الاسکا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د پلان شویو خبرو تازه معلومات ورکړي دي. د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس &l...

اروپایي ټولنه: د امریکا او روسیې ترمنځ خبرو کې د اوکراین ګډون اړین دی

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه خبرې باید د اوکراین په ګډون ترسره شي. له یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دایمي او عادلانه سولې لپاره ب...

انس حقاني: د دوحې تړون یوازې او یوازې د امریکا د ماتې تړون وو

د اسلامي امارت یو لوړپوړی چارواکی انس حقاني، په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، که مقابل لوری ورته د سولې هر ډول نوم ورکوي، اصل کې دا د هغوی د "ماتې لاسلیک" و. نوموړي ټینګار وکړ چې دوی د مذاکراتو پر مهال هیڅ باور پ...

زیلنسکي: د اوکراین له حضوره پرته د سولې هېڅ پرېکړه نه‌منو

  د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، نن شنبه خبرداری ورکړی چې هېواد یې باید له روسیې سره د سولې په هر ډول خبرو کې مستقیم شامل وي. هغه ویلي، که د اوکراین له حضوره پرته پرېکړې وشي، دا به سوله را نه ولي، بلکې شخړه به لا اوږده کړي. زیلنسکي ویلي،...