د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، نن شنبه خبرداری ورکړی چې هېواد یې باید له روسیې سره د سولې په هر ډول خبرو کې مستقیم شامل وي. هغه ویلي، که د اوکراین له حضوره پرته پرېکړې وشي، دا به سوله را نه ولي، بلکې شخړه به لا اوږده کړي.
زیلنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله هم چمتو نه وي چې روسیې ته خپله خاوره پرېږدي، او د هېواد ملي حاکمیت، سرحدونه او خپلواکي ورته سره کرښه ده.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ، او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، راتلونکې اوونۍ د اوکراین د جګړې په اړه یو مخامخ ملاقات ولري.
سره له دې چې تر اوسه د دغه ملاقات رسمي اجنډا نهده افشا شوې، خو د سرچینو له مخې د اوکراین مسله به د دواړو مشرانو د خبرو اساسي برخه وي.
زیلنسکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اوکراین مشروع حاکمیت ته درناوی وکړي او د هر ډول پرېکړې پر مهال د اوکراین دریځ ته پام وشي.
هغه ټینګار وکړ چې هېڅ بهرنی هېواد باید د اوکراین پر سر له روسیې سره داسې هوکړه ونهکړي چې خپله اوکراین پکې حضور ونهلري.