اروپایي ټولنه: د امریکا او روسیې ترمنځ خبرو کې د اوکراین ګډون اړین دی

اروپایي ټولنه: د امریکا او روسیې ترمنځ خبرو کې د اوکراین ګډون اړین دی


  • 8 مياشتي دمخه (12/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 257

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه خبرې باید د اوکراین په ګډون ترسره شي.

له یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دایمي او عادلانه سولې لپاره باید د نړیوالو قوانینو، د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د اوکراین د راتلونکي پرېکړه باید د دې هېواد د خلکو په لاس کې وي او معنادار مذاکرات یوازې د اوربند یا د جګړې د شدت د کمېدو په حالت کې ترسره کېدای شي.

اعلامیه کې راغلي، چې اروپايي مشران د اوکراین ملاتړ ته ژمن پاتې دي او د دې هېواد د اروپايي اتحادیې د غړیتوب هڅې به دوام ولري.

ټاکل شوې چې ټرمپ او پوتین راتلونکې جمعه په الاسکا کې وویني. 

ټرمپ مخکې ویلي چې د سولې تړون کې به د اوکراین ځینې سیمې روسیې ته وسپارل شي، چې دا خبره د اوکراین د ولسمشر زلنسکي له توند غبرګون سره مخ شوې.