پاکستان: له چین سره زمونږ ښې اړیکې سیمه‌ باثباته کولی شي

پاکستان: له چین سره زمونږ ښې اړیکې سیمه‌ باثباته کولی شي


  • 7 مياشتي دمخه (21/08/2025)
  • 241

د پاکستان د بهرينو چارو وزير اسحاق ډار اسلام اباد کې له خپل چینايي سیال سره ليدلي دي. د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، دواړو لوريو د ستراتیژیکو اړیکو په اړه شپږم پړاو خبرې ترسره کړې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لوريو د چین او پاکستان ترمنځ د اړيکو اړخونه څېړلي او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړې دي. ياد وزارت ليکلي، د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې د سیمې په ثبات کې مهم رول لري. ياده دې وي چې دغه ليدنه د‌کابل په کوربه توب افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ له درې اړخيزې ناستې وروسته ترسره شوې.