احمد الشرع: هیله لرم، چې کرد وسله والو سره له نښتو ډډه وشي

احمد الشرع: هیله لرم، چې کرد وسله والو سره له نښتو ډډه وشي


  • 8 مياشتي دمخه (18/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 171

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع هیله څرګنده کړې، چې حکومت یې وکولای شي له هغو سوریایي کُردي ځواکونو سره له پوځي نښتو ډډه وکړي، چې د متحده ایالاتو ملاتړ ورسره دی.

 

الشرع د ادلب لوړپوړو شخصيتونو ته په خطاب کې چې هلته د دمشق له نوي حکومت سره وفاداره ځواکونه حضور لري، وویل چې د کُردانو مشرانو تر دې وړاندې چمتووالی ښودلی و، څو د یوې تاریخي هوکړې د پرمخ بېولو له لارې د کُردانو تر ادارې لاندې سیمې د دولت تر واکمنۍ لاندې راولي.

هغه په دې وینا کې چې په علني ډول خپره شوه، زیاته کړه چې د کُردانو کړنې په عمل کې د یو بل څه ښکارندويي کوي.

الشرع وویل: «کله ناکله په عمل کې داسې نښې ښکاري چې د خبرو پر مهال یې له وینا سره برعکس وي.»

نوموړي زیاته کړه، چې ترکیه او واشنګټن هغه دوه ستر قدرتونه چې د سوریې د تېل‌لرونکي شمال ختیځ د دولت تر چتر لاندې د یوځای کولو د دې هوکړې ملاتړ کوي، د دې مسلې د سوله‌ ییزې حل غوښتونکي دي.