ټرمپ سره تر لیدلو مخکې؛ پوتین له کیم جونګ اوون سره ټیلفوني خبرې کړي

ټرمپ سره تر لیدلو مخکې؛ پوتین له کیم جونګ اوون سره ټیلفوني خبرې کړي


  • 8 مياشتي دمخه (13/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 285

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې د دې اوونۍ په جریان کې په الاسکا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د پلان شویو خبرو تازه معلومات ورکړي دي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس «KCNA » هم د دواړو مشرانو د ټیلیفوني خبرو په اړه راپور ورکړی دی؛ خو د پوتین او ټرمپ ترمنځ د جمعې لپاره ټاکل شوې غونډې یادونه یې نه‌ده کړې.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، کیم او پوتین د تېرکال د ستراتېژیکو همکاریو د تړون له مخې، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ، دغه تړون د دې دواړو مشرانو اراده تاتیدوي چې په راتلونکي کې به خپله همکاري لاپیاوړې کړي.
د راپور له مخې، پوتین د روسیې لوېدیځ کې د کرسک د سیمې د «ازادولو» په جګړه کې د شمالي‌کوریا له مرستې مننه کړې او د کوریا د ولسي پوځ د سرتېرو «زړورتیا، اتلولۍ او ځان‌تېرونې روحیه» یې ستایلې ده.
د سویلي‌کوریا د استخباراتي ارزونې له مخې، شمالي‌کوریا د اوکراین په جګړه کې د روسیې د لوېدیځ په جبهه کې د ملاتړ لپاره له ۱۰زرو ډېر سرتېري استولي او باور کېږي چې بله استول‌کېدونکې ډله هم پر لاره ده.