د اسلامي امارت یو لوړپوړی چارواکی انس حقاني، په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، که مقابل لوری ورته د سولې هر ډول نوم ورکوي، اصل کې دا د هغوی د "ماتې لاسلیک" و.
نوموړي ټینګار وکړ چې دوی د مذاکراتو پر مهال هیڅ باور پر مقابل لوري نه درلود او نه هم چا دا تضمین ورکولای شو چې له تړون وروسته به امریکا یا یې متحدین د تړون خلاف عمل نه کوي.
انس حقاني د خبرو پر دوام وویل چې د دوحې د مذاکراتو ټول ۱۱ پړاوونه ارزښتناک وو، خو وروستی پړاو یې خورا مهم وباله، ځکه له همدې پړاوه دواړه خواوې یوې پایلې ته سره ورسېدې او تړون لاسلیک شو.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د ثبات، خپلواکۍ او اشغال پای ته رسولو لپاره دغه مذاکرات منلي وو، نه د تسلیمۍ لپاره.
هغه زیاته کړه چې د سولې خبرې د امارت لپاره د اصولو، استقلال، او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وې.
نوموړي د سولې د مذاکراتو بریا د اسلامي امارت د موقف، ثبات او پریکنده دریځ نتیجه وبلله.