خبرونه

د پاکستان له زندانونو ۱۰۰ تنه افغانان خوشې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو  څخه ۱۰۱ تنه افغان بندیان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.  دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه کسان د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې تر پنځو ورځو...

نورستان کې برف کوف ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

یو شمېر سیمه ییزي سرچینې وايي، د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار په پرونس کلي کې د واوري ښویېدو له امله یو کس وژل شوی او درې تنه نور ژوبل شوي دي.  هغوی وايي، چې پر یادو کسانو تېره ورځ ناوخته په کرونده کې د کار پر مهال برف کوچ راغلی او مرګ ژوبله...

هلمند کې ۷ کسانو مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل سوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ د یوه ویډز موټر چلوونکي د ب...

۲۴ زړه سوري ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شوي

افغاني سره میاشت وايي، ۲۴ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په پار یو شمېر کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.  یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او...

بغلان کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان ولایت امنیه قومنداني د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په نتېجه کې د درېیو کسانو د وژل کېدو او پنځو تنو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکوي. یادې قومندانۍ تېره ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه په شېخ جلال کوتل س...

افغانستان له سوېلي کوریا څخه ماتې وخوړه

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام پخپله دویمه لوبه کې د سوېلي کوریا له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې څخه د شپږ د صفر ګولونو په توپیر سره ماتې وخوړه.  د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې یاده ل...

پاکستانۍ لوبډلي هر څه تغیر کړل؛ خو بخت یې تغیر نشو

پاکستانی کرکټر او روزونکی راشد لطیف وایي، پاکستان ډیر څه تغیر کړل خو د کرکټ لوبډلې برخلیک یې تغیر نه شو. د هغه په وینا لوبډلمشر تغیر شو، روزونکی تغیر شو او د لوبغاړو د انتخاب کمېټه تغیر شوه خو د پاکستانی لوبډلې په برخلیک کې هیڅ تغیر رانغی. لطیف دا...

د بخښنې سازمان؛ د افغان کډوالو جبري ایستل ودروئ!

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ايستلو لړۍ دې ودروي. یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د بشري او کډوالۍ نړیوالو حقونو ته په کتو دې له افغان کډوالو سره چلند وشي. دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې یوازې په...

امریکا دې زمونږ او مونږ به پر امریکا تعرفې صفر کړو

اروپايي ټولنې له ډونالډ ټرمپ د صفر-صفر تعرفې د پلي کولو غوښتنه کړې ده. د اروپایي ټولنې د کمیسیون مشرې اورزولا فون درلاین ویلي چې د تعرفو پر سر د امریکا او اروپا کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي. هغې زیاته کړې چې له امریکا یې غوښتي؛ څو د دوی پر تولید...

ارزوګان کې یو کس په ډزو وژل شوی

د اروزګان ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یو کس د وسله والو کسانو لخوا ویشتل شوی او وژل شوی دی.  د یادې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني سمسور نیوز ته ویلي‎، چې نعمت الله نن سهار م...