خبرونه

تېر کال نږدې ۹۵۰ بابه ښوونیز مرکزونه بیارغول شوي

د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۳۰۴ لېږدیز لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۹۵۴ بابه ښوونیز مرکزونه بیارغول شوي دي.  دغه وزارت د یاد کال په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو ښوونځیو پر بیارغونه ۴۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې...

پکتیا په ۲۶ میلیونه افغانۍ یو روغتیايي مرګز ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت وايي، د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په رباط د کډوالو ښارګوټي کې یې یو روغتیایي مرکز ګټې اخېستنې ته سپارلی دی.  د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد روغتیايي مرکز، چې ۳۰ بسترونه لري، تېره ورځ د د...

سره میاشت د ۲۹ زړه سوري ماشومانو درملنه کوي

افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۲۹ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې اوو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي ا...

میدان وردګ کې چاودنې ۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم زده کوونکي د وژل کېدو او څلورو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.  د دغه ریاست سرپرست فیض الله جلالي رسنیو ته ویلي، چې چاودنه نن غ...

سبا د زونونو په کچه د فوټسال لوبې پیلېږي

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې سبا به په کابل، بلخ او نیمرزو ولایتونو کې د زونونو په کچه د فوټسال لوبې پیل شي.  یاد فدارسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لوبې به په مرکزي، شمالي او سوېل لوېدیځ زونونو کې سبا او په پاتې درېیو زونو...

سبا په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل دی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا په ۱۸ ولایتونو او سالنګونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل کړی دی.  د وزارت خبرپاڼه وايي، چې د باران اورېدلو کچه به له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو او د واورې اورېدلو کچه به له ۱۰ څخه ت...

سرپرست حکومت د میرضایف د څرګندونو هرکلی کړی

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د هغو څرګندونو هرکلی، چې د ازبکستان هېواد جمهور رئیس شوکت میرضایف ویلي، افغانستان باید هېر نه شي او رغنده خبرې دې ورسره وشي.  فطرت تازه په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، چې دوی د ازبکستان په ګډون له ټولو هېوادو...

په ۳۱۷ میلیونه افغانۍ ۷۹ چک ډېمونه جوړ شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ۳۱۷ میلیونه افغانۍ ۷۹ کانګرېڼي، ډبرین او خاورین چک ډېمونه جوړ کړي دي.  دغه معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چک ډېمونه په ۱۴۰۳- ۴ لېږدیز لمریز کلونو کې په بېلابېلو...

بنګلور ممبۍ ماتې ورکړه

د هند ۲۰ اوریزه تجارتي لیګ یا (I.P.L) په پرونۍ کې رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې ممبۍ انډینز لوبډلې ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.  یاده لوبه کې بنګلور د پنځو لوبغاړو په زیان ممبۍ ته ۲۲۲ منډې هدف ورکړ، خو ممبۍ د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې...

له پاکستانه ۸ زره افغان کډوال ایستل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) خبر ورکوي، چې له پاکستان څخه په دوو ورځو کې د اته زره او ۲۵ تنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.  د دغه سازمان د افغانستان څانګې تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کسان د روانې جنوري میاشتې پر پنځمه او شپږمه له...