خبرونه

په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا (سه شنبه) د سالنګونو په ګډون په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل کړی دی.  یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اټکل په تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل،...

سرپرست حکومت له امریکا د تعرفې لېري کولو غوښتنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له امریکا متحده ایالتونو څخه غوښتي، چې د افغانستان پر صادراتو ټاکل شوې ۱۰ سلنه تعرفه لېري کړي.  دغه وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان پر صادراتو تعرفه لوړول د افغان ولس په ځانګړي ډول د ښځو او لاسي صنایعو...

ننګرهار کې ۷۸ زره جعلي افغانۍ نیول شوې

د ننګرهار امنیه قومنداني د دغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ حوزه کې د ۷۸ زره جعلي افغانیو د نیولو خبر ورکوي.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه جعلي پیسې یې تېره ورځ له اوو کسانو سره یوځای نیولي، چې غوښتل یې خوراکي او غیر خور...

افغانستان د سوېلي کوریا په وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې، چې د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په خپله دوهمه کې د سوېلي کوریا له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.  د افغانستان فوټبال فدارسیون وايي، دغه لوبه به نن شپه په سعودي عربستان کې...

یو شمېر مدني ټولنو د افغانستان لپاره د «حساب‌ورکونې» خپلواک مېکانېزم جوړېدو غوښتنه وکړه

یو شمېر افغان او نړۍوالو مدني ټولنو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د دغې شورا غړو هېوادونو استازو ته په یوه پرانيستي لیک کې د افغانستان د ناوړه بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې د «حساب‌ورکونې» د یوه خپلواک مېک...

دوغارون کې افغانستان او ایران ۳ میلیارد ډالر سوداګري کوي

ایراني چارواکي وايي، د افغانستان او ایران تر منځ په دوغارون سرحدي بندر کې په کلني ډول شاوخوا درې میلیارده امریکايي ډالره سوداګري کېږي.    دغه خبر په هرات کې د یاد هېواد سرکونسل علي رضا مرحمتي له رسنیو سره شریک کړی او ویلي یې دي، چې یاد بن...

د ایران د صنعت وزیر کابل ته راځي

ټاکل شوې، چې د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د یوه پلاوي په مشري په نږدې راتلونکې کې کابل ته راشي.  دغه خبر په پلازمېنه کابل کې د یاد هېواد سفارت پرون شپه پر خپله اکسپاڼه ورکړی؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.  د دغ...

یو این ډي پي تېر کال ۴۵ کانالونه بیارغولي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) خبر ورکوي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې په افغانستان کې ۴۵ کانالونه بیارغولي دي.  د نوموړي پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کانالونه یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جاپ...

ده سبز کې یو صنعتي ښارګوټی جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې خصوصي سکټور غواړي د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی جوړ کړي.  د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، هغوی د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې پر دغه ښارګوټي به ۱۲...

افغانستان او ایران ۳،۳ میلیارده ډالره راکړه ورکړه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولین وايي، په تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې افغانستان او ایران له یو او بل سره درې میلیارده او ۳۶۶ میلیونه امریکايي ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.  د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن سهار سمسور نیوز ته ویلي، چې د...