خبرونه

حقاني: افغانستان اسلامیت او افغانیت نه‌دی وران کړی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی، بلکې د نورو اهداف د دې سبب ګرځېدلي چې افغانستان بیا، بیا بحران ته بوځي. حقاني د لوی اختر په مناسبت له یو شمېر مسوولینو او خلکو سره په یوه ناست...

تهران کې افغان سفارت: د کبرا رضایي قضیه په جدي توګه تعقیبوو

په ایران کې د سرپرست حکومت سفارت وایي، په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضایي د وژنې قضیه په جدي توګه تعقیبوي. کبرا رضايي شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې له کوره کار ته د تګ پر مهال لادرکه شوې وه چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې د تهران په پېشوا سیمه کې د خځلو...

د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ تنه مړه شوي

د ټرافيکو عمومي رياست وايي، د عرفې له ورځې څخه د لوی اختر تر څلورمې ورځې پورې په بېلابېلو ولايتونو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ تنه مړه شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي. د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې پنځو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۱۷...

ايران؛ تېره اوونۍ يې دوه افغانان اعدام کړي

د ايران د بشري حقونو د څار سازمان هينګاو ويلي، ايران روانه اوونۍ د دوه افغانانو په ګډون شپږ تنه اعدام کړي دي. سرچينې ويلي، ياد شپږ تنه د شېراز او مشهد زندانونو کې اعدام شوي دي. اعدام شوي افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور درې کاله وړاندې په‌...

د چين سمندري نفوذ؛ د چاپان اندېښنه يې ډېره کړې

د جاپان دفاع وزارت په یوه‌ يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې، د چين يوه الوتکه‌ د ارام سمندر سیمه کې د جاپان يوې کشفي الوتکې ته نږدې شوې ده. د سرچينې په خبره، دغې الوتکې د چين له يوې سمندري بېړۍ الوت کړی او د‌ جاپان له الوتکې په ۴۵ متري فاصل...

سي‌بي‌اېس: اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي

سي‌بي‌اېس نيوز د خپلو سرچینو له قوله ويلي دي چې، اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي. د سرچينې په‌ خبره، ايران به په ځوابي بريد کې عراق کې د امريکا اډې هم په نښه کړي. د ايران دفاع وزير ګواښ کړی که امريکا سره يې هستوي مذاکرات ناکام...

په کندهار ښار کې چاودنه شوې

تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې د کندهار ښار په دویمه عینو مېنه کې چاودنه شوې ده. ځینو رسنیو د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې؛ خو په دې تړاو یې نور جزیات نه‌دي وړاندې کړي. د سیمې...

روسيه: چمتو يې چې د ۶۰۰۰ اوکرايني سرتېرو جسدونه ورکړو

 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، هېواد يې چمتو دی چې د هغه ۶ زره اوکرايني سرتېرو جسدونه اوکراين ته وسپاري چې جګړه کې وژل شوي دي. د دغه سرتېرو د تبادلې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ دويم پړاو مذاکراتو کې شوې وه. روسيې هيل...

هالو ټرسټ: افغانستان کې ۶،۴ میلیونه کسان د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي

د ماین پاکۍ نړیواله موسسه هالو ټرسټ وایي، په افغانستان کې دا مهال ۶،۴ میلیونه کسان د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي. هالو ټرسټ افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو له اړخه یو له تر ټولو ککړ هېواد بللی او اندېښنه یې ښودلې چې دا ستونزه به په یوه هېر...

ټرمپ: نتنياهو سره مې د ايران په اړه خبرې کړي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ايران د هستوي مذاکراتو په برخه کې جدي دي او په دې تړاو يې د اسرايل له ولسمشر نتنياهو سره خبرې کړي دي. ټرمپ دغه راز ويلي، ايران په مذاکراتو کې ښه، خو ډېر سخت دی.   د يادونې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپا...