خبرونه

په پنجشېر کې په یوه ټرافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي

په پنجشېر ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.  د پنجشېر امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو اېکوا  ډوله موټر له سړک څخه وتلی او له ۱۰۰ مترو لوړوال...

د پوهنې وزارت یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د مرستيال سخاء‌الله سعيد په مشرۍ د سرپرست حکومت یوه پلاوي د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ښار ته سفر کړی دی. د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ا...

د کليفورنيا والي: ټرمپ د يو دکتاتور چلند کوي، نه د يو ولسشمر

 امريکا کې د کډوالو په ملاتړ او د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه فرمان چې له مخې يې کډوال له دغه هېواد باسي، لاريونونه پيل شي. دغه لاریونونه چې د کليفورنيا په لاس انجلس کې پيل شوي، د غلي کولو په موخه يې ټرمپ ملي ګارډ هم لېږلی دی. د کليفورن...

د سرپرست حکومت مشر: افغانستان کې د ډیموکراسۍ نظامونو وخت تېر شوی

د سرپرست حکومت مشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ وخت تېر شوی او اوس اسلامي نظام په هېواد کې واکمن دی. شېخ هبت الله اخندزاده په کندهار کې د اختر له لمانځه مخکې په خپله وینا کې ویلي، نړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ نظا...

ایران: امریکا ته د ځینو هېوادونو وګړو پر ورتګ بندیز نژادي تبعیض دی

امریکا ته د افغانستان په ګډون د ځینو اسلامي هېوادونو د وګړو د سفر بندیز په اړه د غبرګونونو پر دوام، د ایران بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه غندلې او دا یې یو نژادپرستانه اقدام بللی دی. د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د امریکا دا پرېک...

د کډوالو وزیر: بشري مرستې باید سیاسي نه شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کولو ټینګار کړی او له له مرستندویه ادارو یې غوښتی چې د راستنو شویو لپاره د سرپناه په جوړولو کې همکاري وکړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې م...

امریکا پر ایران تازه بندیزونه ولګول

امریکا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو پر ۲۷ بنسټونو، درې ښځو او شپږو ایرانیانو بندیزونه لګولي دي.  د امریکا خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې پر یوې چینایي ښځې هم د ایران په اټومي پروګرام کې د همکارۍ له کبله د دغه هېواد له خوا بندیزونه لګو...

د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوله‌ییز افغانستان پر ملاتړ ټنیګار کړی

د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهگرۍ او مخدره توکو څخه د پاک او سوله‌ییز افغانستان پر ملاتړ تینګار کړی دی. د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د مرکزي آسیا هېوادونو او هند ډیالوگ څلورمه غونډه د جمعې په ورځ...

روسیې پر اوکراین پراخ بریدونه کړي

اوکرایني چارواکي وايي، د دغه هېواد ‎د پلازمېنې کیف پر یو شمېر سیمو د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي. اوکراییني چارواکي وايي، دغه بریدونه نن سهار ترسره شوي؛ خو ډېری روسي بې‌پیلوټه الوتکې...

په غزني کې په یوه ټرافیکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي

په غزني ولایت کې په یوه ټرافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپی دی.  د غزني امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اموبلانس له پاسو موټر سره ټکر کړی دی.  سرچینه زیاتوي چې مړه شوي کسا...