د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په سیمه کې له وروستیو ترینګلتیاوو او شخړو سره، سره د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې دي او د وارداتو، ټرانزیټ، په کورنیو بازارونو کې د توکو عرضه او د بهرنۍ سوداګرۍ لړۍ په منظم ډول روان...
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ماښام ( د غبرګولي ۲۵مه) د شینبار په سیمه کې یو تېز رفتاره موټر له سړک څخه ووت او سیند ته وغورځېد چې له امله یې...
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې د برېټانیا په ملاتړ او د سیمهییزو ټولنو په همکارۍ یې د "افغانستان لپاره لومړني خواړه" په نوم یو کمپاین پیل کړی، ترڅو د ماشومانو د تغذیې د اهمیت په اړه پوهاوی لوړ کړي. یونېسف په یوه راپو...
مالیې وزارت وايي چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانېستي دي او چارې یې په عادي ډول روانې دي. یاد وزرات په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې په بندر عباس کې هم د افغانستان د سوداګریزو توکو بارګیري له کومې ستونزې پرته پرمخ روانه ده. سرچینه زیاتوي...
هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي افغانستان ته د دغه هېواد د کرنیزو محصولاتو صادراتو کچه په ۲۰۲۶ مالي کال کې راټیټه شي. هندي ورځپاڼې بزنس لاین راپور ورکړی چې د پاکستان د لارې تړل او د ایران له لارې د توکو د لېږد په لاره کې د خنډ احتمال ښايي افغانستان ت...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې د افغانستان د نفوس یو پر درئیمه برخه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له لسو میلیونو څخه ډېر افغانان د ناپاکو اوبو له سرچینو څخه کار اخلي....
ځایي امنیتي چارواکي وايي چې د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د بند پاتې څلورو کان کېندوونکو جسدونه را اېستل شوي دي. د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې دا څلور کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دره صوف با...
په ترکیه کې د افغانستان سفارت افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ. په ترکیه کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شاوخوا څلور کاله وروسته یې هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړی دی. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کا...
یو افغان وګړی چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د برید پلان کولو کولو په تور نیول شوی، په خپل جرم یې اعتراف کړی دی. ډیلي میل راپور ورکړی چې د نصیر احمد توحیدي په نوم دغه کس د جمعې په ورځ ( غبرګولي ۲۳مه) فدرالي محکم ته ویلي چې هغه د ټاکنو په...
د پوهنې وزارت مرستیال سخاءالله سعید له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له روسیې غوښتي چې افغانستان یوازې او منزوي پرې نهږدي او د پوهنې سکټور د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي. پوهنې وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې سعید په کازان کې...