خبرونه

مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله‌وال برید کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه د کروکوس ښار پر یوه کنسرټ وسله وال د تېرې شپې وسله وال برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.   سي اېن اېن راپور ورکړی، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي.  د راپور له م...

له اسلام اباد څخه د افغانانو یوه بله ډله جرمني ته ولېږدل شول

د افغانانو یوه بله ډله د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه په الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شوه. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یاده ډله پرون په یوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباد څخه ولېږدل شول. سرچینې زیاته کړې، دا کسان هغه افغانان دي چې په ا...

غزه کې د اوربند هڅې؛ د اسرائیلو د استخباراتو رییس قطر ته ځي

ټاکل شوې چې د اسرائیلو د استخباراتو رییس ډیویډ بارانه به نن د جمعې په ورځ قطر ته لاړ شي. د بنیامین نتنیاهو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی به په قطر کې د اوربند په اړه د منځګړو هېوادونو له استازو سره وویني. په پام کې ده چې نوموړی ب...

الهام محمدوف: اذربایجان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی

 کابل کې د اذربایجان سفیر وايي، هېواد به یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه او همکاري وکړي. الهام محمدوف د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانېسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره اړیکو ل...

د کندهار برید ته غبرګونونه؛ امریکا وايي دا ډول بریدونه جنایت او دوی پرې خواشیني دي

اسلامي امارت په کندهار کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د هېواد دوښمنان په دا ډول بریدونو سره غواړي چې د افغانانو په منځ کې وېره پیدا کړي. نوموړي ویلي، د بې ګناه انسانانو په نښه کول د ټولو...

پر ګوادر برید؛ بلوچو ۲۵ پاکستاني پوځیان ووژل

بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې ادعا کړې، چې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې یې ۲۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي. یادې ډلې په یوې اعلامیه کې ویلي، په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه افسران، ۶ تنه د استخباراتو، ۸ تنه د ای ایس ای او ۱۴ نور پاکستاني پوځیان شامل دي. په اعلامیه...

بهرنیو چارو وزارت: له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړو

بهرنیو چارو وزارت وايي، د سرپرست حکومت بهرنۍ تګلاره له ټولې نړۍ سره پر مثبتو اړیکو ولاړه ده. د یاد وزارت مرستیال مولوي رحمت الحق فُضیل د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي، دوی نه غواړي چې له هیڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي. د هغه پ...

د ننګرهار یوه مارکېټ کې اورلګېدنې تر یو میلیون افغانیو زیات زیان اړولی

د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ د مارکو بازار یوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده.  د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې اورلګېدنه د رخت په یوه دوکان کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې ده.  نوموړي زیاته کړې، چې او...

سوېډن کېمټه: د خپلو افغان کار کوونکو په اړه اندېښمن یوو

‏د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه وايي، چې د خپلو نږدې اووه زره افغان کارکوونکو راتلونکي ته اندېښمن دي. یادې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ډېرې دغو کارکوونکو د خپلو کورنیو نفقه ګټله او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي. سوېډن کمېټې څو ورځې وړاندې...

امریکا د افغانانو لپاره د ځانګرو ویزو شمېر زیاتوي

امریکا د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو شمېر زیاتوي، چې د امریکا له پوځي ماموریت سره یې مرسته کړې ده.  د راپورونو له مخې، د ولسمشر جوبایډن اداره له استازو جرګې سره په دې اړه یوې هوکړې ته رسېدلې ده.    د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو ک...