خبرونه

ننګرهار کې د زاړه ماین چاودنې دوه شپانه ماشومان وژلي

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوه شپانه ماشومان وژل شوي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې پېښه تېره ورځ د نازیانو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړې، دغو ما...

راشد خان: نړیوال جام ته مې له یو نیم کال راهیسې چمتووالی نیولی

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وایي، راتلونکي شل‌ اوریز نړیوال جام ته یې له يو نيم کال راهيسې تمرینات کړي او بشپړ چمتو دی.    راشد خان، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې یې د ملا عملیات وکړ، تازه بیا د لوبو ډګر ته راستون شوی دی.&...

‏د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدنې اټکل شوی

د هواپېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد ۱۷ ولایتونه به د واورې ورېدنې او ورښتونو شاهدان وي. یادې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (چهارشنبه، وري ۱) د هېواد په شمالي، شمال‌ختيځ، شمال‌لوېديځ، لوېديځ، سوېل لوېديځو، مرکزي او سوېلي ولايتونو...

ننګرهار کې د یوې ښځې ځان‌وژنې بدل کې بله ښځه وژل شوې

په ننګرهار کې د یوې ښځې د ځان‌وژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي ویلي، د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ته د سیمې خلکو خبر ورکړی و چې د یادې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو مېرمن وژل...

افغان لوبډلې له اېرلنډه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې اېرلنډ ته په ماتې ورکولو سره یاده لوبلرۍ ۲-۱ وګټله.   دغه لوبه، چې تېره شپه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه و...

پر افغانستان د پاکستان بمبارۍ؛ امریکا: له پاکستان سره همکار یوو

امریکا پر خوست او پکتیکا د پاکستان وروستیو بمباریو په هکله ویلي، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتیو مېلر په واشګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې افغان چارواکي باید له افغانستان څخه د ترهګرو...

پاکستان په ډنډ پټان کې د جګړې ودرېدو غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې جګړه ودروي. یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې اوسمهال د قومي مشرانو په منځګړيتوب د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه درېدلې ده. په ورته مهال ځینې نورې سرچینې وایي، چې په...

پاکستان: افغانستان کې مو خپل دښمن په نښه کړی

د پاکستان حکومت د افغانستان پر خاوره د برید په اړه ویلي، چې په دې بریدونو کې د حافظ ګل بهادر اړوند ډلې او د ټي ټي پي غړي په نښه شوي دي.   د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په نښه شوي کسان په دغه هېواد کې د وروستیو بری...

له افغان ځواکونو سره په جګړه یو لوړ پوړی پاکستانی افسر وژل شوی

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی افسر وژل شوی او دوه سرتېري یې سخت ټپیان دي.   پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه افسر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاړه چینار ولسوالۍ په کورمه کې له افغان ځواکونو سره په...

پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ دفاع وزارت: د وسلې په ژبه مو ځواب ورکړی

د ملي دفاع وزارت وایي، پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونو په غبرګون کې یې په درنو وسلو د پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه کړي دي. پاکستان نن سهار وختي د پکتيکا برمل او د خوست سپېرې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې په پایله کې یې اته...