خبرونه

پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ اسحاق ډار: استخباراتي معلومات وو

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، پر خوست او پکتیکا د پاکستاني پوځ عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وو.  هغه تېره ورځ لندن کې یوې رسنۍ ته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د افغانستان خلک، حکومت او پوځیان نه دي په نښه شوي. نږموړي ټینګار...

سرپرست حکومت له خصوصي سکټور سره د ۴ میلیارده افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او ساختماني چارو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.   د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ر...

د هند په اتراپردېش کې ټولې دیني مدرسې وتړل شوې

د هند په ترټولو ګڼ نفوس لرونکي ایالت اتراپردېش کې د دیني مدرسو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.   د رویټرز د راپور له مخې، محکمې وړمه ورځ په دغه ایالت کې د دیني مدرسو د فعالیت لپاره د ۲۰۰۴ کال قانون لغوه کړی او ویلي یې دي، چې یاد قانون په هند کې...

سیاسي کمېسیون: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ خو چاته د تېري اجازه نه ورکوو

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمېسیون پر وروستیو پېښو ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړیکو خبرې شوې دي.  د ریاست الوزراء د معاونیت دفتر وایي، په ناسته...

واحد نژند خپل چکي سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي واحد نژند، د چک جمهوریت جاکوب باهنیک ته ماتې ورکړه.   دا لوبه تېره شپه د جرمني په اوکتاګون سازمان کې په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوه.  دواړو لوبغاړو په درېیو پړاوونو کې یو له بل سره مبارزه وکړه او په پا...

ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازه د ټرانزېټ پر مخ پرانېستل شوه

‏د پکتیا په دنډه پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه نن سهار د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شوې. یاده دروازه د پکتیا د سوداګرۍ خونې او پاکستاني سوداګرو په منځګړیتوب بېرته پرانېستل شوې. د پکتیا د سوداګرۍ خونې مشر حسیب الله ګردېزي ویلي، چې د...

پکتیا کې د تندر لوېدو پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي

د پکتیا د مېرزکې ولسوالۍ په انډوام سیمه کې د تندر پرېوتو له امله ۹ کسان ټپیان شوي دي.  د پکتیا ولایتي چارواکو ویلي، چې وړمه شپه د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځ‌ کوونکو تندر لوېدلی.   په دغه پېښه کې ۹ تنه ټپیان شوي، چې د یو...

هلمند کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ په لکي سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.   د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ماشومانو...

د ځمکې ساعت؛ یوناما: نن‌ شپه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه مړه کړئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د افغانستان له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې نن شپه له ۸:۳۰ څخه د یو ساعت لپاره په خپلو کورونو کې څراغونه مړه کړي.   یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه نړیوال اقدام کولای شي د اقلی...

‏د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله ټایلنډ ته ورسېده

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ټایلنډ ته ورسېده. ‏دغه څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب د افغانستان، اسټرالیا او مالیزیا هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي. ټاکل شوې چې دغه سیالۍ سبا یکشن...