د تایوان په ختیځ کې نن سهار د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزله شوې. د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د تایوان په جنوب هوالین ښار کې و. تر اوسه د یادې زلزلې د ځاني زیانونو معلومات نشته؛ خو د څونامي خبرداری ورکړل شوی...
روسیه وايي، مسکو غواړي چې د افغانستان له اوسنیو افغان چارواکو سره د مهمو مسائلو په اړه خبرې وکړي. د روسیې ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف تېره ورځ خبري غونډې ته ویلي، چې مسکو د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو هڅې پیل کړې او غواړي چې پر م...
د استانبول د بیشکتاش په یوه نایټ کلب کې تېره ورځ د اور لګېدو له کبله کې ۲۹ کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی. ترکي رسنۍ وایي، اور د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ لومړي پوړ کې هغه مهال ولګېد، چې د کلب د بیا رغونې چارې په کې روانې وې. ترکي چارواکو...
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، ماینونه او ناچاودي توکي لاهم د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ دی. یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ماین پاکۍ کارکوونکي د استوګنې او ښوونځیو شاوخوا سیمو په پاکولو سره د خلکو ژو...
د پاکستان د سند ایالتي حکومت پرېکړه کړې، چې تر کوچني اختره وروسته له دغه ایالت څخه ۶۷ زره راجستر یا ثبت کډوال وباسي. ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی، چې په دې اړه د جګپوړو چارواکو په غونډه کې پرېکړه شوې. یادو کډوالو ته د ۲۰۱...
سرپرست حکومت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی دی. بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییلو دغه برید د ډيپلوماټیکو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او په سیمه کې به ناامني پراخه کړي. ...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وایي، د ګاونډیو هېوادونو لهخوا د افغان کډوالو جبري اېستل د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. اندریکا راتوت تېره ورځ د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي...
اسراییل د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوایي بریدونه کړي دي. رویټرز د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د بریدونو په پایله کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مهم قوماندان محمد رضا زاهدي وژل شوی دی. خو د ایرا...
د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري، ماليې وزارت ته په استول شوي حکم کې راغلي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل له مياشتې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند شوي دي. په دغه فرمان کې د ماليې له وزارت غوښتل شوي چې د ټولو شته...
په ترکیه کې دوو افغان کډوالو په یوه لارۍ کې د اکسېجن د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. دا په وروستۍ یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې ترکي پولیس په لاریو کې افغان کډوال نیسي. د ترکیې پولیسو ویلي، په يوې باروړونکې لارۍ کې یې ۵۲ کډوال نيولي، چې له ډلې...