خبرونه

میدان وردګ کې ټرافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیې قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټرافیکي پېښه د کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ د...

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۲۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

په سويلي اسيا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ويلي، په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د خونديتوب او ملاتړ لپاره ۶۲۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري. دې بنسټ پر ايکسپاڼه ليکلي، په دې بودجې سره به د ۲۰۲۴ کال پر مهال له ۴.۸ ميليون...

نامعلومو وسله والو په خیبرپښتوخوا کې یو لوړپوړی پاکستانی افسر وژلی

د خیبرپښتوخوا په لکي مروت کې تېره شپه د نامعلومو وسله وال په برید کې یو لوړپوړی پاکستانی افسر او د هغه ساتونکی وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په دې برید کې د وژل شوي افسر ګل محمد خان یو بل ساتونکی هم ټپی شوی دی. د معلوماتو له مخې، دغه افس...

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د لادرکه افغانانو لټون روان دی

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ډوبو شویو افغانانو لټون روان دی. دغه پېښه د ترکيې چناک کلا ولايت په سواحلو کې شوې او ۲۲ افغان کډوال په کې مړه شوي او یو شمېر نور لادرکه دي. ترکي چارواکي وایي، په کښتۍ کې ټول ۴۶ تنه کډوال سپاره وو، چې ویل کېږي شاوخوا...

تېرو درېیو میاشتو کې د ناچاوده توکو د چاودونو له امله ۳۷ کسان وژل شوي

په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.   نن پنجشنبه د ماینونو له خطرونو د خبرولو او د ماین پاکۍ د مرستندویه چارو نړیواله ورځ ده.   پېښو ته د رسېدو په چارو...

سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس سرتیري، دوه پوله ساتي او د سپاه پاسداران اوه غړي شامل دي. د راپورونو له مخې، جیش العدل لس ساعته مخک...

د پولیو له منځه وړلو برخه کې؛ پاکستان له افغان لوري سره د اغېزناکو خبرو وړاندیز کړی

د پاکستان روغتیا وزارت چارواکو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د ختمولو په اړه له افغان لوري سره د جدي خبرو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د پاکستان د روغتیا وزارت مرستال ډاکټر مختار ویلي، اړتیا ده، چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو لپاره د دواړو ه...

د قزاقستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت ته باید پاملرنه زیاته شي

د قزاقستان ولسمشر وایي، د افغانستان وضعیت ته باید پاملرنه زیاته شي، ترڅو د ترهګرو ډلو د ودې مخه ونیول شي.  قاسم جومارت توکایف تېره ورځ د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان له پرمختګ سره مرس...

بښنې سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي. د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې د دغه بنسټ د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونو یو کمپاینر له خولې لیکل شوي، د پاکستان د غیرقانوني کډوالو اېستلو پرېکړه له نړیو...

تدارکاتو کمېسيون د يوولس ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې منظور کړې

د‌ ملي تدارکاتو کمېسيون د يوولس ميليارده افغانيو په ارزښت مختلفې پروژې منظور کړې دي. د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د اجنډا مطابق يې نن د ۲۹ بېلابېلو پروژو له ډلې ۲۴ منظور ۴ لغوه او د يوې پروژې په اړه يې کمېټې ته دنده...