خبرونه

نورستان کې د ټرافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. د نورستان د امنيې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې پېښه د دوآب ولسوالي په چټک چو سیمه کې د سړک د خرابوالي له کبله رامنځ ته شوې.   سرچینې زیات...

ازبکستان له افغانستان سره په رېلي تعرفو کې ۵۰ سلته کمښت راولي

‏د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له مرستیال او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوه اړخيزو رېلي همکاريو پر پراختيا خبرې کړې.   په دې کتنه کې د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې مرستیال حکمت الله ر...

پاکستان: پر چینايي انجینرانو ځانمرګی بریدګر افغان و

پاکستان ادعا کړې، چې د خبیرپښتونخوا په شانګله کې پر چینایي انجینرانو د تېرې اوونۍ ځانمرګی بریدګر افغان و.  د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه برید په تړاو یې لس کسان نیولي دي.    یادې ادارې د برید پړه پر ټي...

هرات او غزني کې ماین چاودنو ۱۵ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په هرات او غزني ولایتونو کې د پخوانیو ناچاوده ماینونو د چاودنو له امله ۱۰ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار وایي، تېره ورځ د ګېروی ولسوالي په ځدراڼ کلي کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله ۹ ماشومانو خپل...

پروان کې د توشلو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

په پروان کې د توشلو پر سر د څو کسانو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی. د پروان د امنیه قومانداني ویاند فضل‌ الرحیم مسکین‌ یار ویلي، پېښه نن د شېخ‌ علي ولسوالي په «کوهن‌ کوتک» کلي کې رامنځ ته شوې...

سرپرست حکومت: دوه امریکایان راسره بندیان دي

سرپرست حکومت ومنله، چې دوه امریکایي وګړي ورسره بندیان دي. د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیز پیغام کې ویلي، له دوی سره یو شمېر بهرني وګړي بندیان دي چې دوه امریکایان هم په کې شامل دي. هغه د نورو بندي بهرنیو بندیانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي....

اوچا: وروستیو اورښتونو افغانستان کې ۱۵ سوه هکتاره ځمکه تخریب کړې

‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره وايي، د جمعې ورځې ورښتونو په افغانستان کې څه د پاسه ۱۵ سوه هکتاره کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.   یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو ورښتونو له امله په اوو ولایتونو کې سلګونه کورونه، پ...

ترکي پولیسو په اماسیا ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي

ترکي پولیسو هغه ۴۰ افغان کډوال نیولي، چې د خوراکي توکو په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.    د اماسیا پولیسو ویلي، چې دغه کډوال یې د لاریو د کتلو پر مهال پېژندلي او نیولي دي.  د پولیسو په خبره، نیول شوي کډوال له اغرې ښار څخه استانبول ت...

ننګرهار کې سختو اورښتونو یو کس مړ کړی او پراخ مالي زیانونه یې اړولي

د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي پرون رسنیو ته ویلي، د دغو سېلابونو له امله په لعلپورې ولسوالۍ کې یو کس مړ شوی دی. ځايي چارواکو ویلي، چې...

د سالنګ لاره خلاصه او په واورو کې اېسار کسان وژغورل شول

سیمه ییزو مسوولینو د ترافیکو پر مخ د سالنګ لویې لارې د بېرته پرانېستو خبر ورکړی دی. د ټولګټو چارو وزارت ویاند وایي، دغه لاره تېره شپه د واورې د زیات اورښت او توپان له امله تړل شوې وه. هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لاره نن سهار درې بجې پرانېستل شو...