بلوچستان کې پر مسافر وړونکي بس برید کې درې تنه وژل شوي

بلوچستان کې پر مسافر وړونکي بس برید کې درې تنه وژل شوي


  • 9 مياشتي دمخه (17/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 251

د بلوچستان په قلات سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس وسله‌وال برید شوی، چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. 

دغه برید تېره ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) هغه مهال شوی، چې بس له کراچۍ څخه کوېټې ته روان و.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیايي حالت نازک بلل شوی، چې ښايي د وژل شویو شمېر لوړ شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید په کلکه غندلی او په دې اړه یې د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده.

که څه هم تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو هلته وخت ناوخت ورته بریدونه د بلوچ ازادي غوښتونکو له لوري تر سره کېږي، چې ادعا کوي پاکستاني پوځیان په نښه کوي. 

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ، هم په بلوچستان کې د نهو مسافرو مړي موندل شوي وو.  

د رویټرز د راپور له مخې، دغه کسان پر یو مسافر وړونکي بس له وسله‌وال برید وروسته تښتول شوي وو.