امریکا د افغانستان پر وارداتو تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون په لسګونو هېوادونو نوې تعرفې لګول شوې دي.
دغه تعرفې به تر راتلونکو اوو ورځو عملي شي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا شااوخوا څلور میاشتې وړاندې د افغانستان پر وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې وه.
سرپرست حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا ۱۰ سلنه لګول شوې تعرفه د افغانستان سوداګري زیانمنوي.