د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان له الجزيرې تلويزون سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، ځواکونه يې چمتو دي چې اسرا... کې هر ځای په نښه کړي.
نوموړي ويلي، ځواکونه يې د اسرايلو د هر حرکت پر وړاندې د ځواب ويلو وړتيا لري.
پزشکيان ويلي، د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال ورته اسرايلو زيانونه اړولي، خو په خبره يې دوی هم د اسرايلو ډیرې سيمې هدف ګرځولي، خو اسرايل يې پټوي.
نوموړي زياته کړې، اسرايلو پلان درلود چې ايران ته تغير ورکړي يا سياسي ګډوډۍ پکې پیدا کړي، خو ماته يې وخوړه.
پزشکيان زياته کړې، زمونږ له لوري د جنګ نه غوښتل په دې معنا ندي چې اوربند دې تل ادامه ولري، مونږ له خپل هېواد څخه په کلکه دفاع کوو.
دی زياتوي، ايران نه تسليم شوی او نه به هم تسليم شي، خو مونږ په ديپلوماسي باور لرو.