خبرونه

غور کې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي؛ ګڼ نور لادرکه دي

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.  د یاد ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي، چې دغو سېلابونو په فيروزکوه ښار او دولینه، تولک، شهرک او مرغاب ولسوالیو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. نوموړي زیا...

بدخشان کې یو کس خپله مېرمن وژلې

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده.  د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې پېښه د فیض آباد ښار اتمې حوزې په اړونده سیمه کې رامنځ‌ته شوې.  د مسوولینو د معلوماتو له مخې، قاتل...

هندي او روسي استازي د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلي

د افغانستان لپاره د هند او روسیې ځانګړو استازو په نوي ډیلي کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.   د هند له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانانو د ملاتړ لپاره د پراختیايي م...

ایران: له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار اخلو

ایران وایي، هڅه کوي، چې له افغانستان سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د امریکایي ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار واخلي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د مرکزي بانک مرستیال محسن کریمي له قوله ویلي، چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره د کابل او تهران ترمنځ خبرې روان...

میر رحمان رحماني او د هغه زوی؛ په دبۍ کې دوه لوړ پوړیزې وداني او دوه تفریحي کورونه لري

د تنظیم شویو جرمونو او فساد د راپور ورکولو شبکې ویلي، په خپل تازه راپور کې ویلي چې میر رحمان رحماني او د هغه زوی په دوبۍ کې د ۱۵.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت دوې لوړ پوړیزې ودانۍ لري. په راپور کې راغلي، نوموړی څو اپارتمانونه، دوه تفریحي کورونه او دوې لو...

له افغانستان سره د واکسینو په برخه کې د جاپان د ۶،۹ میلیون ډالرو مرسته

  د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره اوچا وایي چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د واکسینونو په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر مرسته کوي. د یادې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱...

کونړ او سمنګان کې دوو ځوانانو ځان وژنه‌کړې

په کونړ او سمنګان ولایتونو کې یو ځوان هلک او یوې نجلۍ ځانونه ویشتي او ژوند یې پای‌ته رسولی دی. سیمه ییز مسوولین وایي، تېره ورځ د کونړ شیګل ولسوالۍ په اتو کلي کې یوې ځوانې نجلۍ د کلاشینکوف په ډزو ځان وژلی دی. د مسوولینو په خبره، تر اوسه پېښې ان...

عبداللهیان: د امریکا لاسوهنې به د افغانستان وضعیت نور هم پېچلی کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور هدفي او ویجاړونکی بللی دی. نوموړي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو دوام به د دغه...

ثاقب: د فسلطین مسئلې حل د ټولې اسلامي نړۍ په یووالي پورې تړلې

د ارشا حج او اوقافو وزارت سرپرست ویلي، د اسرائیلو له ظلم څخه د فلسطینیانو خلاصول د اسلامي نړۍ له یووالي پورې تړلې مسئله ده. مفتي نور محمد ثاقب د ترکې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو شورا ناستې ته د خبرو پر مهال ویلی چې اسلامي نړۍ باید د دغو جنا...

عراق کې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي

عراقي چارواکي وايي، په صلاح الدین ولایت کې یې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي دي.  که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د عراق دفاع وزارت ویلي چې برید د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لوري شوی دی. یاد برید د صلاح الدین...