د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ؛ طالبانو د امنیتي تدابیرو په هدف د کابل مخابراتي شبکې قطع کړې دي. په کابل کې د محرم او عاشورا د مراسمو د ولسي کمېټې مشر انجینیر لطیف له رسنیو سره په خبرو کې له امنیتي تدابیرو خوښي وښودلې، خو غوښتنه یې کړې چې امنیتي ځواکون...
خوست ولایت کې هغه کسان نیول شوي چې د هوایي ډزو وروسته به یې انجوني د ځان په نوم کولې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ په خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې هغه ۳ کسان یې نیولي چې د هوایي ډزو په ترڅ کې به یې انجوني د هغوی له خوښې پرته د ځان په نوم کولې....
په ننګرهار کې په راغلیو وروستیو سیلابونو کې د مرګ ژوبلې شمير ۳۸۷ کسانو ته ورسېد. د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی تازه مالومات ښيي چې په یاد ولایت کې د راغلیو سیلابونو له امله ۳۴۷ تنه ټپیان شوي دي. نوموړی...
د اسیا د تر ټولو شتمن شخص موکیش امباني د زوی د واده د مراسمو لپاره د هند د ګڼ میشتي ښار مُمبی ځینې برخې د خلکو پر وړاندې تړل شوې دي. د راپورونو پر اساس د انانت امباني او د هغه د میرمنې رادیکا مرچان د واده مراسم به څلور ورځې دوام وکړي، چې د ن...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۴۴زره افغانان چې بهر ته د تګ په تمه دي، یاد هېواد کې اوسي. د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې، دا هغه کسان دي چې د بهرنیو هېوادونو له لوري یې ویزې منل شوي او دغو هېوادونو...
چین له سرپرست حکومت سره د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنبې د صادراتو تړون لاسلیک کړ. باختر خبري اژانس پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې یاد تړون له یوې چینایۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی او ویل کېږي چې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت به تر ۱۰ زره ټنه پنبه له اف...
پزشکیان: له فلسطینیانو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د حماس سیاسي دفتر رئیس ته په یو لیک کې لیکلي چې د فلسطین مظلوم ولس څخه به تر هغه هر اړخیر ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو خپل حقه حقوق تر لاسه کړي. ...
سرپرست حکومت له ریاض سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي عربستان سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تک...
د امریکا د اطلاعاتو د ملي اژانس مدیر ویلي چې د ایران هڅه کړې تر څو په پټه په غزه کې د اسراییلو جګړې پر ضد مظاهرو ته لار هواره کړي. اوریل هينز په هغه بیانیه کې، چې پرون سه شنبه خپره شوې ویلي، ایران له فرصت په ګټه اخیستلو اعتراض کوونکي د...
د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی. د راپورونو له مخې، نن شنبه د دواړو غاړیو قومي مشرانو په منځګړیتوب جرګه شوې او پرېکړه شوې چې تر بلې ناستې به نښته نه ک...