خبرونه

هاریس د ډموکراټانو له حزب نوماند کېدو ته کافي ملاتړ لري

  د اسوشېټېډپرېس د نظرپوښتنې پر اساس د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس، د دموکراټانو له حزب نوماند کېدو ته د دوه زره ۲۱۴ استازو ملاتړ له ځان سره لري. د ډموکراټ حزب د اوسنیو قوانېنو له مخې، یو کس له دغه حزب د نوماند کېدو لپاره یو زر او ۹۷۶...

موږ د پاکستان ماتولو پلوي نه یوو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی: موږ د پاکستان ماتولو پلوي نه یوو. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، موږ د پاکستان ماتول نه غواړو، خو هغه ډول برابر حقونه باید راکړل شي چې څنګه یې یو پنجابی لري. نوموړی زیاتوي، موږ د...

زېلېنسکي: واشنګټن دې اوکراین نه هېروي

د اوکراین ولسمشر ولادېمیر زېلېنسکي  له ټاکنو د بایډن وتلو ته غبرګون کې له نوموړي د کړیو مرستو په پار مننه کړې ده. هغه د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د جوبایډن له په شاکېدو وروسته ویلي چې، واشنګټن دې اوکراین نه هېروي او یوازې دې یې نه پرېږدي. بل...

له ټاکنو د بایډن وتلو ته بریټانیا، المان او کاناډا غبرګون ښودلی دی

له ټاکنو څخه د جوبایډن وتلو ته د غبرګونونو په دوام، د یادو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د نوموړي کړنې ستایلې دي.  د بريټانیا لومړي وزیر، کي اېر سټارمر پر خپله اېکس پاڼه لېکلي چې د بایډن پرېکړې ته احترام لري او پاتې دوره کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی....

پر تل ابیب یمني مسلح ځواکونو برید کړی

سریع وایي، پر تل ابیب مو د يافا نومي ډرون په واسطه برید وکړ  د یمن د مسلح ځواکونو ویاند ویلي، چې پر تل ابیب برید یې د نوې یافا نومي ډرون په وسطه کړی، چې رادارونه یې د کشفولو توان نه لري. یحیی سریع پخپل یو بیان کې ویلي چې تل ابیب یوه ناامنه سیم...

مولانا فضل الرحمن؛ د پاکستان حکومت قصداً غواړي چې ټي ټي پي وپړسوي

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د پښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې د پرمختیایي بودیجې ۱۰ سلنه ټي ټي پي ته د باج په نوم ورکوي.   نوموړي خبرداری ورکوي چې دغه ۱۰ سلنه باج په لوی تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پړسوي.   ه...

د امریکا مشرانو جرګې غړی؛ له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل، د امریکا پر تاریخ یو تور داغ دی

د امریکا د مشرانو جرګې غړی وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، یو شرمناک ګام او د امریکا پر تاریخ یو تور داغ دی.   مایکل والټز هیله څرګنده کړې، که د امریکا راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې ډونالد ټرمپ وګټي، نو له افغانستان څخه به د امریکایي...

سرګي لاوروف؛ موږ چمتوو یوو چې له امریکا سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړو

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، روسیه چمتو ده چې له امریکایي لوري سره په هر حالت کې د ستونزو حل په موخه خبرې او بحثونه وکړي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې په امریکا کې ښې او رڼې ټاکنې وشي او داسې څوک واک ته ورسیږي چې د نړۍ ستونزې د زور پرځای...

مالیې وزارت؛ د بې‌اسنادو او افغانستان لاس موټرو د ثبت پروسه پیلوي

د ماليې وزارت خبر ورکوي چې د يو کيلي يا بې اسنادو او افغانستان لاس موټرو د ثبت پروسه د دريم ځل لپاره بيا پيلوي.   ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس، یاد پرېکړه د طالبانو مشر او د کابينې لخوا شوې چې ډېر ژر به هغه چارې بشپړې کړي چې په تېرو دوو پروسو...

امریکا؛ په افغانستان کې له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

امریکایي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې له سیلاب‌ځپلو سره بیړنۍ مرستې کوي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرین ډیکر وایي، په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشېر کې وروستي سیلابونه د اندېښنې وړ دي او موږ هڅه کوو چې په سیمه کې اړمنو خلکو...