خبرونه

اوباما له هارس ملاتړ اعلان کړ

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د دیموکرات ګوند له احتمالي نوماندې کاملا هارېس ملاتړ اعلان کړ.   د رويټرز د راپور پر بنسټ اوباما او مېرمنې یې، مېشل اوباما د یوې ټېلېفوني اړیکې له لارې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې له کاملا هارېس ملاتړ اعلا...

په غزه کې پر احتمالي اوربند خبرې شوې دي

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو له لومړي وزیر سره په غزه کې پر احتمالي اوربند خبرې کړې دي.   بایډن یو ځل بیا بنیامین نتانیاهو ته له حماس سره د اوربند خبره کړې ده. بلخوا په همدې اړه د امریکا د امنیت شورا ویاند، جان کربي ویلي چې د اوربند اړو...

د داعش ډلې په لمنځه وړلو میلیون ډالري جایزه تعین شوې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د داعش ډلې په لمنځه وړلو باندې یې ۱۰میلیونه ډالره جیازه تعین کړې ده. یاد وزارت زیاتوي چې هغه اطلاعات چې ددې ډلې د مالي برخې په بهیر کې د ستونزو او خنډونو لامل کېږي، ۱۰ میلیونه ډالره ج...

د واخان دهلېز د چین او افغانستان په نښلونه کې مهم دی

د بهرنیو چارو سرپرست د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال لي چُن سره په لېدنه کې پر مېس عینک کان او د واخان پر دهلېز خبرې کړې دي.  امیرخان متقي د واخان دهلېز د چین او افغانستان په نښلولو کې مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې یاد دهلېز د دوی له لو...

وروستيو سېلابونو ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په دغو سېلابونو کې تر ۹۰۰ کورونه وېجاړ شوي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي. په ننګرهار  کې که څه هم د مرستو بهیر روان دی، خ...

پاریس المپیک کې دوې افغانې خورګانې ګډون کوي

یولدوز هاشمي او فرېبا هاشمي دوه هغه خورګانې دي چې په پاریس المپیک کې به د افغانانو په استازولۍ ولوبېږي. یولدوز په یوه مرکه کې ویلي چې غواړي په پاریس المپیک کې د ۲۰مېلیونه افغان ښځو استازولي وکړي. یاد المپیک به سبا د لس نيم زره لوبغاړو په ګډون په ۳۲...

سنډرز: کانګرس کې د نتانیاهو وینا د شرم وړ ده

د امریکا مشهور سناتور برني سنډرز په تازه څرګندونو کې په کانګرس کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وینا کول د شرم وړ بللې ده. ښاغلي سنډرز نتانیاهو یو جنګي جنایتکار بللی او زیاته کړې یې ده چې د غزې کړکېچ په اړه بې غوري یوه بې مسوولیتي ده. دا...

د سرپرست حکومت او قطر تر منځ پر دوستانه اړیکو ټېنګار شوی

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر نور جلال جلالي د قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره په لېدنه کې د دوه اړخيزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. په قطر کې د سرپرست حکومت سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لېکلي چې ښاغلي جلالي په قطر کې د یاد سفارت سفير په ملتیا له آغ...

حنفي: ځوانان دې پخپل هېواد کې پاتې شي

د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ویلي چې، هېواد مو د لوستو ځوانانو شپه او ورځ کار کولو ته اړتیا لري.   عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي زدکړو د ادارې د زدکړیالانو فراغت غونډې ته ویلي چې اوس د پرمختګ لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه مساع...

د کانونو په سکټور کې دمګړۍ ۴۰زره کسان په کار بوخت دي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري ویلي چې دمګړۍ د کانونو په سکټور کې ۴۰زره کسان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه پر کار بوخت دي. نوموړي دا خبرې د کار ملي کنفرانس کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې هڅه کوي تر څو د داخلي او خارجي پانګوال...