خبرونه

په افغانستان کې پر آزادو سیالیو بندیز ولګول شو

د امر بالعمرورف او نهي عن المنکر وزارت د حکم له مخې؛ په افغانستان کې پر آزادو سیالیو یا فري فایټ، په دولتي ځایونو کې پر غالیو له بوټانو سره ګرځېدا او د پرانېستې په پار د پټۍ پر پرې کولو بندیزونه لګول شوي دي.  یاد وزارت درې میاشتې او څلور ورځې م...

دفاع وزارت: ازبکستان دې افغان الوتکې بېرته راستنې کړي

ملي دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغان الوتکو پر پاتې کېدو د امریکا ټېنګار ته په غبرګون کې ویلي چې دا پرېکړه د منلو وړ نه ده.  د یاد وزارت زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان د شتمنیو د ډالۍ کولو حق نه لري او ازبکستان ته یې ویلي، چې یادې چورلکې دې...

کندهار کې د نشه يي توکو په وړاندې ۶۱ عملیات ترسره شوي

د کندهار امنیه قومنداني وايي، د نشه يي توکو  په وړاندې د مبارزې امریت تېره اونۍ د نشه يي توکو د مخنیوي په پار ۶۱ عملیات ترسره کړي او په نتیجه کې ۲۰ تورن کسان نیول شوي دي.    د یادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې له یادو کسانو&nb...

د سرپرست حکومت پر قانون اعتراض ګستاخي ده

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د مشرتابه له طرفه پر نوي توشیح شوي قانون اعتراض ګستاخي ده.   مجاهد پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (U.N.A.M.A) ته په غبرګون کې ویلي، هغه څه، چې په یاد قانون کې ذکر شوي له اسلا...

ایران کې نوې پوځې اتشه ګومارل شوې

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې یې نوې پوځې اتشه ګومارلې ده.  یاد وزارت پرخپله ایکس پاڼه لیکلې، چې محمد شفیق یې په یاد هېواد کې د افغانستان نوې پوځې اتشه ګومارلی او پرون یې په رسمي ډول دنده پیل کړې. د یاد وزارت له ل...

ټرمپ: ط.البان ډېر ښه جنګیالي او امریکایي جنرالان احمقان دي

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ط.البان ښه جنګیالي او هغه جنرالان چې له افغانستان د وتو طرحه یې عملي کړه احمقان بللي.  ټرمپ ویلي چې ط.البان ډېر ښه جنګیالي دي او هغه امریکايي جنرالان، چې له افغانستان یې د وتو طرحه عم...

کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړل شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) په کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړې ده. یادې کمېشنرۍ نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا روزنیز پروګرام د جاپان هېواد په مالي ملاتړ برابر او تر دې وروسته به په زابل، نمیروز او ارزګان کې هم...

مسوولین: تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره الوتنې ترسره شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت چارواکي وايي، تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره او ۱۶ پروزاونه شوي دي. د یاد وزارت سرپرست ویلي، چې د تېر په پرتله د افغانستان پر هوايي حریم د پروازونو شمېر زیات شوی، چې له دې لارې په عایداتو کې هم زیاتوالی راغلی...

د صنعتي سیمو د وېش قانون توشېح شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د صنعتي سیمو د وېشلو قانون جوړ او د عملي کېدو لپاره توشیح شوی دی.  یاد وزارت پرون پر خپله ایکس شبکه لیکلي، چې دغه قانون په دریو دولتي، مشارکتي او خصوصي برخو کي ترتیب شوی دی.  د وزارت په وینا، د یاد قانون له...

له ایران او پاکستانه ۱۳۰ کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون پرون له ایران او پاکستان  څخه د ۱۳۰ افغان کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.   یاد کمېسیون پخپل راپور کې ویلي، دغه کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښم پل، د هرات د اسلام قلع...