خبرونه

له ایران او پاکستان څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان هیوادونو څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي. یاد کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د یادو کورنیو له ډلي ۶۹ کورنۍ له پاکستان څخه او ۸۲ کورنۍ له ایران څخه را ايستل شوې...

افغان پلاوي چین ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکونې د رييس صدیق الله رحماني په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.  یاد وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یا...

کندهار کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کار زمینه برابره شوې

د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امریت وايي، سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې د مېوو ټولولو په برخه کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره شوې ده.  د یاد ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو کسانو له جملې څخه ۴۵ زر...

عارف اوف: چمتو یو تر څو د افغانستان تازه مېوه د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادره شي

د ترمذ نړیوال سوداګريز مرکز په څنډه کې؛ د ازبیکستان لومړي وزیر افغانستان د یاد هېواد په بهرني سیاست کې یو مهم ځای بللی او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ښودلی دی.  عبدالله عارف اوف ویلي چې چمتو دي تر څو منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه میوو ترانزيټ لپار...

له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او مرستو رسولو کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۹۸ کورنۍ راستنې شوې دي.    یاد کمېسیون په پروني راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام قلعه، د نیمروز د ورېښم پل او د...

د ټاپي پروژې د چارو د ژر  پېل په پار یو پلاوی ترکمنستان ته تللی

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی له ترکمنستان سره پر یو شمېر پروژو د خبرو اترو په موخه د یاد هېواد ‎پلازمېنې عشق آباد ته تللی دی.   یاد وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په دغه پلاوي کې د مالیې،...

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارو ۳۱۶ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په تېره اسد میاشت کې؛ د اوسپنې پټلۍ له لارو ۳۱۶ زره او ۷۴۳ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.  د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو صادراتو او وارداتو له...

له ایران او پاکستان څخه نېژدې ۸۰۰ افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون له پاکستان او ایران څخه د ۷۷۴ تنه افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.   یاد کمېسیون د تېري ورځې په راپور کې ویلي، چې د یادو کډوالو له جملې ۴۴۸ کسان د کندهار په سپین بولدک او د ننګرهار په تورخ...

زېلېنسکي: د اوکراین او روسیې جنګ د خبرو له لارې پای ته رسېدلای شي

د اوکراین ولسمشر ولادېمیر زېلېنسکي ویلي چې د اوکراین او روسیې جنګ د خبرو له لارې حل کېدای شي؛ خو اوکراین باید له یوه قوې سټېج د سولې ‌خبرو کې ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د سولې د خبرو اترو لپاره به خپله طرحه له جوبایډن او په راتلونکي کې د هغ...

سلمان: "د فلسطینیانو له حقونو همیشنۍ دفاع کوو"

د سعودي عربستان وليعهد شاهزاده بن سلمان د فلسطین ملي حکومت له مشر محمود عباس سره په ریاض کې لېدلي. په دې لېدنه کې دواړو لورو په غزه او د هغې شاوخوا سیمو کې د شخړو پر زیاتوالي خبرې اترې کړې دي. سلمان یو ځل بیا له فلسطینیانو د ریاض پر ملاتړ ټېنګار کړی...