خبرونه

د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۹۱ تنو افغانانو د آزادېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې یاد افغانان له خوشې کېدو وروسته د روانې سلواغې میاشتې پر ۱۱مه او ۱۲مه د ننګرهار پر تورخم او د کندهار...

کندهار کې تازه واده شوي ناوې ځان وژنه کړې

یو شمېر سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې یوې تازه واده شوي ناوې ځان وژنه کړې ده. د هغوی په وینا، هغې تېره ورځ پخپل کور کې ځان ځان زندی کړی او وژلی دی. که څه هم تر اوسه د هغې د ځان وژنې بشپړ لامل نه دی معل...

د افغانستان په شمال کې د کډوالۍ هدف‌منده پروژه:

کله چې پاکستان د ۲۰۱۴ څخه وروسته په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې "ضربِ‌عضب" او نور پوځي عملیات پیل کړل، گڼ شمېر قبائل بې کوره شول. ځینې یې پاکستاني ښارونو ته لاړل او ډېر نور یې د افغانستان ختیځو او جنوبي ولایتونو (لکه پکتیکا، خوست، ننگرهار) ته...

خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ کسان وژل شوي

  د خوست ولایت مسئولین خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په علي شېر ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي دي.  د یاد ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې په ب...

غزني کې ګاز نیونې ۲ کسان وژلي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په مرکز غزني ښار کې د ګاز نیونې په یوه پېښه کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي.  د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ په یوه کور کې رامنځته شوې او د پېښې...

سبا ۲۷ میلیونه ډالره لیلامېږي

افغانستان بانک وايي، سبا د یوې داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کوي.  یاد بانک نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا ډالر به د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په موخه لیلام ته وړاندې کړي.  یاد بانک پر شرایطو برابر...

د بامیان سرپ او جست په څه باندې ۱،۷ میلیارد افغانۍ په قرارداد ورکول شوي

  د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د بامیان ولایت د سرپو او جستو کانونو پنځه بلاکونه یې د پنځو کلونو په قرارداد ورکړي دي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بلاکونه یې پنځو کورنیو خصوصي شرکتونو ته په یو میلیارد، ۷۹۷ میلیونه ا...

جوزجان کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.  د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ د جوزجان...

کندهار کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د کندهار ولایت امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې پټاکۍ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.  د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې چاودنه نن سهار مهال د یادې ولسوالۍ په حوت غره سیمه کې...

تېر کال ۱،۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر اوچا په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.  د دغه دفتر د افغانستان څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۳۶ زر...