کله چې پاکستان د ۲۰۱۴ څخه وروسته په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې "ضربِعضب" او نور پوځي عملیات پیل کړل، گڼ شمېر قبائل بې کوره شول. ځینې یې پاکستاني ښارونو ته لاړل او ډېر نور یې د افغانستان ختیځو او جنوبي ولایتونو (لکه پکتیکا، خوست، ننگرهار) ته واووښتل؛ خو دا چې ولې دا خلک وروسته د شمال بعضو سیمو (لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار، بدخشان) ته انتقالېږي، دا کوم تصادفي قرارداد نه، بلکې یوه ستراتیژیکه هڅه ده چې د افغانستان د قومي جوړښت، سیاسي توازن او ملي هوئت پر وړاندې جدي گواښ ایجاد شي.
عوامل: شمالي سیمې چې تر ډېره تاجیکان، ازبیکان او هزارهگان پهکې مېشت دي، د طالبانو او پاکستان د ستراتیژیکو اهدافو لپاره یو بالقوه خطر گڼل کېږي. د دوی نفوس کمول د احتمالي مقاومتونو د مخنیوي یوه هڅه ده. د شمال خلکو د تاریخ په اوږدو کې د استبدادي واکمنیو پر وړاندې مقاومت او پاڅون کړی دی، د نوي نفوس راوستل د دې خطر د کمولو لپاره یوه وسیله گرځېدلی شي. دا کار د سیمې د اوږدمهالې بېثباتۍ سبب هم کېدای شي. ځینې شواهد ښيي چې د دغو کډوالو له لارې د داعش یا ورته افراطي ډلو لپاره هم د نفوسو او پټنځایونو پراخه زمینه برابرېږي. (مثلاً خلیلزاد دې موضوع ته اشاره کړې).
د طالبانو نقش: طالبان د شمال خلکو جایدادونه مصادره کوي، ملکیتونه یې غصبوي او نوي کډوال پر دغو سیمو مېشتوي. د قانوني اسنادو پرته د خلکو شتمنۍ لهمنځه وړل د بشري حقونو جدي نقض دی. تاریخي شمال د افغانستان د تاجیکانو، ازبکانو، او هزارهگانو اصلي سیمه ده. د شمال قومي ترکیب بدلون د ملي هوئت پر بنسټونو حمله ده او د اوږدمهاله داخلي کړکېچونو زمینه برابروي. دا پروژه یوازې د طالبانو نه، بلکې د پاکستان د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې د هدفمندو کډوالیو له لارې، د افغانستان سیاسي، قومي او امنیتي توازن تر گواښ لاندې راولي. که چیرې دا پروژه دوام ومومي، د افغانستان ملي یووالي او سیمهییز امنیت ته به جدي تاوان ورسېږي.
سپارښتنې:
- د کډوالو انتقال باید له نړیوالو قوانینو سره سم او د شفافیت له لارې وڅارل شي.
ـ ملي او نړیوال بنسټونه باید د اجباري کډوالۍ او جایدادونو د غصب پر وړاندې اقدام وکړي.
- د افغانستان د ملي هوئت، قومي توازن، او د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره باید پراخه او ملي ځیرکتیا تعریف او ارایه شي.
- د افغانستان دننه او له هېواده بهر ټول ملي او مدني ځواکونه باید د ملي ترکیب د ساتنې لپاره یو موټی شي.
- په ملي کچه د حقوقي مبارزې له لارې دې د خلکو جایدادونه خوندي شي.
- پهکار ده د ملي بیدارۍ، مدني مقاومت، او حقوقي دفاع لپاره د شمال د اوسېدونکو ملي ملاتړ وشي.
پایله کې ویلی شو چې دا بېمحاسبې او سربداله مهاجرتونه تصادفي نه دي، بلکې د افغانستان ملي ترکیب، سیاسي توازن، او سیمهییز مقاومتونو د محوې لهپاره یو هدفمند پلان دی، سربېره پر دې دا پروژه یوازې د طالبانو پروژه نه ده، بلکې د پاکستان ستراتیژیک هدف هم دی چې افغانستان ته اوږدمهاله کشالې ایجاد کړي. د افغانستان ټول خلک خصوصاً مليگرا اهلِ فکر خلک باید د دې تسلط پر وړاندې هوښیار او متحد پاتې شي.