د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د بریدونو له پیل سره پر ناټو سازمان خپلو نیوکو ته زور ورکړی. نوموړي تازه ویلي، چې د دغه ائیتلاف مشران هغه مهال واقعیت درک کوي، چې تر سخت فشار لاندې ونیول شي.
ټرمپ ویلي وو، چې ناټو سازمان «کاغذي پړانګ» دی او دوی پر دې غور کوي، چې څنګه له دغه سازمانه ووځي.
ټرمپ تر دې وړاندې دا هم ویلي وو، چې امریکا ګرینلینډ غواړي؛ خو ناټو یې له سپارلو ډډه کوي، چې دا د ده په ټکو د واشنګټن او بروکسل ترمنځ د اختلافاتو لوی لامل دی.
په ورته مهال د امریکا د ترورېزم پر ضد د مبارزې ملي مرکز پخواني مدیر جوزېف کېنېټ ویلي، چې امریکا له ناټو د دې لپاره ووځي، چې د ترکیې او صhیونیستي رژیم ترمنځ په راتلونکې احتمالي جګړه کې خپل ګډون ته لار هواره کړي.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «له بده مرغه ناټو سازمان څخه وتل به د بهرنیو جګړو د مخنیوي لپاره نهوي. مونږ به د دې لپاره له ناټو څخه ووځو، چې په سوریه کې د ترکیې او اsرائیل جګړه کې له اsرائیلو سره ودرېږو.»
جوزېف کېنېټ وړاندې د سوریې وروستیو تحولاتو ته هم اشاره کړې، خو بشپړ جزئیات یې نهدي وړاندي کړي.
د چارو شنونکي وایي، ترکیه او امریکا دواړه دا مهال د ناټو سازمان غړي هېوادونه او د یو بل متحدین بلل کېږي او له همدې امله د یو او بل پر وړاندې د درېدو پرېکړه نهشي کولای.